په #اختریز_پیغام کي یو ځل بیا راغلي «د اسلامي امارت مسئولینوته مې توصیه دا ده چې خپلې دروازې د ولس پر مخ خلاصې کړي ، کارونه یې په احسنه او عاجله طریقه اجراء کړي، له خلګو سره هیڅکله داسې چلند ونه وکړي، چې خلګ ځانونه له تاسو پردي وبولي»
خو بیا هم په تکراري ډول د ځینو خودخواهانو لخوا ددې أمر اطاعت نه کیږي، شکایتونه سته.
ګورئ: شیخ صاحب حفظه الله شرعي أمیر دی، د الله أو رسول په اطاعت کي د هغه اطاعت راباندي فرض عین دی [وأولي الأمر منكم.الايةالاية] دا خبره بابیزه مه ګڼئ، حجونه أو لمونځونه به کوی خو په عین حال کي به په معصیت مبتلاء یاست.