مهم خبر 🚨 د یوې بلې بهرنۍ استخباراتي رسنۍ خپرونې وځنډول شوې..!
کله مو دې ته فکر کړی، چې کله کومه پېښه وشي; نو بي بي سي یې په اړه راپور کې له څه ډول منافقت څخه کار اخلي؟
که داسې پېښه وي، چې افشاء کول او تایید کول یې د غربیانو د ګټو سره سمون خوري، نو بي بي سي وايي: پلاني ځای کې داسې پېښه شوې او بي بي سي ته هم ځينو چارواکو چې نه یې غوښتل نومونه یې افشاء شي دا پېښه تایید کړې ده ...
خو کله چې داسې پېښه وي، لکه د پاکستاني پوځي رژیم له لوري پر افغان خاوره تجاوزي بریدونه شوي وي; نو د بي بي سي دریځ بیا له منافقت څخه ډک وي:
"اردو څانګه یې وايي: "خواجه آصف او عاصم منیر تایید کړه، چې په افغانستان کې یې د وسله والو پټنځایونه په نښه کړي دي او د طالبانو د حکومت ځينو چارواکو ویلي چې په یادو بریدونو کې ملکي وګړي زیانمن شوي، بي بي سي په خپلواکه توګه دا ادعاوې نه شي تاییدولی!!"
دلته د دوی دا منافقت وګورئ، اردو څانګه یې داسې لګیا وي لکه د جیو نیوز، آج، یا د پنجابي پوځ کومه بله رسنۍ وي او پښتو څانګه کې ناست څلور مخي نطاقان یې وايي چې بي بي سي دا ادعاوې نشي تاییدولی، ولې یې نشي تاییدولی؟
آیا د داسې پېښو ځایونو ته خبریالان نه شي تللی؟ ولې د پېښي قربانیانو سره مرکې نه کیږي؟؟ ولې بي بي سي په داسې حالت کې د حقیقت موندلو هڅه نه کوي، چې ځانته یوه نړیواله رسنۍ هم وايي؟
عجيبه ده تر ارګه رسیدای شي او د بمبارۍ سیمې ته نه ځي معلومات له عاصم منیر او خواجه آصف څخه را اخلي او پښتو ژبه کې يې خپروي!!
د امریکايي اشغال سره د دوی هغه مرسته چې ټول افغانت پرې پوهیدل له هیچا هم پټه نه ده او نه افغانانو له بي بي سي راډیو څخه د زرې په اندازه خیر لیدلی.
بهرنیو استخباراتو په فکري جګړه کې هم کاپي ډېر کار ترې واخیست، د نوي کور نوي ژوند ډرامه او هغه تعلیمي پروګرامونه یې د تبلیغاتي خپرونو دوه ښې بېلګې یاولای شو.
بله موضوع دا ده، چې د ښځو اړوند چې هره مسئله راشي; نو بي بي سي د غرب له لوري ورسپارل شوې پروژه/ دنده ډېره ښه او دقیقه پرمخ وړي او وايي چې د بي بي سي څېړنو موندلې، چې دا ډول کیسې واقعیت لري اما چې کله کومه موضوع د دوی ګټې نه ایجابوي نو په اسانه ترې ځان خلاص کړي وايي، بي بي سي دا ادعاوې په خپلواکه توګه نه شي تایید کولی!!
په داسې حال کې چې بي بي سي یا بله هره رسنۍ د افغانستان هر ګوټ ـ ګوټ او د هیواد هر برخې ته چې وغواړې په اسانۍ تللی شي.
نیم ړانده دي نیم کاڼه دي پښتانه دي،
ژوند لري خو لکه مړه دي پښتانه دي
سیال قومونه یې پر مخ باندي روان دي
دوی پیتاوي ته ویده دي پښتانه دي
د بیلتون کرښه یې مینځ کي غځیدلي
لر او بر ورته پراته دي پښتانه دي
په ۲۰۰۱ کال کې، د سپتمبر پر ۱۱مه، زه په کابل کې وم او د طالبانو حکومت واکمن و. والله بالله، هغه وخت طالبان پر داسې هېواد او کابل حکومت کاوه چې د کورنیو جګړو په اور کې سوځېدلی او د کنډوالو او قبرستانونو بڼه یې خپله کړې وه.
خو په ۲۰۲۱ کال کې، له شلو کلونو وروسته، امریکا، نړیوالو مرستو، جمهوریت، د کرزي او اشرف غني د حکومتونو، او د طالبانو او پاکستان له کلک مخالفت ، بمونو او انتحاریو سره سره، افغانستان په یو نسبتاً عصري، پاک او ازاد هېواد بدل شوی و؛ ښارونه، ودانۍ، سړکونه، جوماتونه، پوهنتونونه او نور بنسټونه پکې جوړ شوي وو، او خلکو تر یوه حده له بشري ازادیو برخمن وو او د افغانستان بڼه بدله شوه .
کله چې طالبان په ۲۰۰۱ کال کې سقوط وکړ، د مالیې وزارت شاوخوا ۲۰ میلیونه ډالر لرل، چې ویل کېږي طالبانو پاکستان ته یوړل. په هماغه وخت کې د ګوادر ښار د پراختیا پروژه روانه وه او هلته ځمکې ورباندی واخیستل شوې.
اسلام یار ځدران صیب :
ته دې وویل شي چې د هماغو شلو کلونو د پیسو، بنسټونو او جوړ شوي سیستم په برکت ته نن په نرمې او ګرمې چوکۍ ناست یې او نظام چلوې.
اشرف غني او کرزی دومره نغده سرمایه په نړیوال بانکونو کې جمع کړې ، چې ددغه ګنګل شویو پیسو سود په سویس بانک طالبانو له پراختیايي بودجې یوه غټه فیصدې جوړه وې .
هو، تېر نظام ستونزې، فساد او نیمګړتیاوې لرلې؛ موږ یې نقد هم کوو. خو د تېر نظام له ګټو، بنسټونو او اسانتیاوو استفاده کول او بیا د هماغه نظام ټولې لاسته راوړنې انکارول، دا د “ نا ځوانې “ ده .
موږ باید منصف واوسو: نه تېر نظام بېعیبه و او نه اوسنی نظام باید له نقده پورته وګڼل شي. د حقیقت منل او د ښو کارونو قدر کول د سیاسي تعصب پر ځای د انصاف نښه ده.