درنو مومنانو!
د حسیب قوای مرکز په وژلو بیا یې جسد ته سپکاوی او بله خوا د جمعه خان فاتح نیول او بیا یې سپکاوی، هرات کې د ښځو بندیانول او تازه د هرات د طب پوهنځي استادان استعفا ته اړل کول او ... وغیره، د یو داسې سازمان شوي پلان برخه ده چې غواړي د افغانستان قومي تضادونه فعال او راتلونکي کورنۍ جګړې ته بستر برابر کړي.
تېر څلويښت کاله افغانستان کې میلونونه افغانان د فکري تضادونو په اساس ووژل شول، یوې خواته خلقیان او بله خوا ایخوانیان و.
بیا یوې خوا جمعیت اسلامي او بله خوا حزب اسلامي، ورپسې یوې خوا شر او فساد بله خوا طالبان، یوې خوا جمهوریت غوښتونکي بله خوا امارت غوښتونکي.
خو اوس چې خلک له جنګ ستړي دي او نور څوک حاضر ندي، د فکري تضادونو په اساس جنګونه وکړي او بحران جوړ کړي، نو باید ټولنه کې تر فکري تضادونو هم ژورو تضادونو ته هوا ورکول شي. ځکه اوس نه اخوانیان شته او نه خلقیان او نه نور فکري جریانونه، یوازینی تضاد چې اوس کولای شي ټولنه په څو برخو وویشي هغه قومي او ژبني تضاد دی.
قومي او ژبنی تضاد تر بل هر تضاد قوي دی که سړی پکې اېسار شي هیڅ انسان ترې ځان نشي خلاصولی، تر موږ هر یو رارسېدلی شي. قومي تضاد حتا تر مذهبي تضاد هم ژور دی، مثلا یو کس مسلمان دی، بل هېواد ته ځي، بل تابعیت اخلي، عیسوي کېږي او خپله عقیده او مذهب بدلوي، یا شعیه دی، سني کېږي یا سني دی، شعیه کېږي، خلقي وي طالب کېږي او اخواني ښايي کمونیست شي. خو قوم او ژبه داسې یو شی دی چې هیڅوک یې نشي بدلولی، نه هزاره پښتون کېږي نه تاجک او نه برعکس پښتون تاجک او ازبیک کېدای شي. قومي تضاد دومره ژور دی چې تاسې خپله اندازه ولګوی چې حتا طالبان چې هیڅ قوم او ژبه ورته اهمیت نلري او لومړنی هدف یې الهي نظام نافذول دي، هم لدې تضاده ځان نشي خلاصولی. همدا جمعه خان فاتح چې طالب دی، حمید خراسانی طالب دی، په ښکاره وویل، چې قوم سره یې ظلم کېږي او شتمنۍ یې لوټېږي او خلک یې سپکېږي.
د قومی تضادونو د زیاتولو لپاره طالبانو جمعه خان فاتح هم تسلیم کړ، هم یې بربنډ او سپک کړ، حسیب قوای مرکز یې وواژه بیا یې مړي ته سپکاوی وکړ، دا چې د طالبانو د حکومت چلند همداسې قومي، قبایلي او سمتي دی، خو ظاهرا وايي نه موږ ته اسلام مهم دی، ټول ملت ورته ګوري چې دروغ وايي، ځکه که پرې شوې خولۍ دې په سر نه وي، څوک درته سلام لا نکوي.
د دې تضادونو را ژوندي کولو اصلي عملي کوونکي او عاملان طالبان دي، طالبان حتا په پښتنو کې لا قومي تضادونه را پارولي دي، د ختیځو ولایتونو عام خلک څه چې ددغه ولایتونو طالبان او اسلامپال یې لا بې ابه او خفه کړي دي. په ځمکه طالبان دغه قومي تضادونو ته لمن وهي، په بهر کې ورته بي بي سي او انټرنشنل لندن نه دغو تضادونو ته هوا ورکوي او هره ورځ د دوی د خبرونو سرټکي پدې پيلېږي. طالبان بومي او غیر بومي، طالب کندهاري و و پکتیاوال، طالب ازبیک و طالب ترکمن او داسې نور
د حسیب قوای مرکز مرګ ته راځم، دده وژلو دوه خبرې ثابتې کړې.
اول دا چې بله جګړه را روانه ده او دا جګړه داسې ډیزاین شوې چې قومي جګړه به وي. کټ مټ تېر ځل همداسې وشول، د امریکا روزلو تروریستانو احمد شاه مسعود وواژه او بیا یې عبدالحق وواژه چې هم په پښتنو او هم په تاجکانو کې د طالب خلاف کرکه او نارضایتي پیدا شوه. دا () ټکی دې نښه وي چې ژر به د پښتنو منځ کې هم یو کس وژل کېږي او دې سره د پښتنو جذبه هم زیاتېږي لکه اوس چې د تاجکانو احساسات دغداره شوي. دغسې به دا زور اخلي.
دویم دا چې د حسیب قوای مرکز وژلو ثابته کړه چې افغانستان کې فعال د جنګ بستر موجود دی، حسیب قوای مرکز ثابته کړه چې پنځه کاله یې د طالبانو تر حاکمیت لاندې ژوند وکړ او لدې ښکاري چې داسې اشخاص او ګروپونه لا هم په ټول افغانستان کې شته او هره دقیقه ددې احتمال شته چې په یو انفجار بدل شي.
اوس راځم د طالبانو او تېرو جمهوریتانو روایت ته چې وايي حسیب قوای مرکز موبایل ذزد او لنډغر و.
اصل کې سیاست د لنډغرۍ یو پرمختللی ډول دی، همدا اوس د نړۍ د یو ستر ځواک مشرۍ د ټرمپ په څير یو غټ لنډغر کوي، همدا اوس هر طالب لنډغر دی، چې کندهار کې ورته پایلوچ وايي، مطلب هر طالب تر حسیب لس چنده لنډغر دی.
جمهوریت کې رازق، کاروان، حاجي ظاهر، عطا، ملا تره خیل او دوستم لنډغران و، دوی ښکاره لنډغران و، خو نور پکې ساده بیچاره مامورین او ساده خلک و، خو امارت کې بیا هر ملا، هر طالب لنډغر دی، هیڅ غیر لنډغر انسان پکې نشته.
تاسې د جنګ تاریخونه وګوری، د نړۍ اکثره جنګي قهرمانان لنډغر تېر شوي دي، تاسې څه فکر کوی چې طالبانو امارت کې شیخ الحدیثانو جهاد کړی دی، هغوی له هیبت الله پورې ټول پاکستان کې خپلو مدرسو کې ناست و، د جنګ میدان همدې لنډغرو لکه دادالله، شیخ ندیم او ډاکټر بشیر په څير لنډغرو ګرم کړی و.
اخري نتیجه دا چې د طالبانو نظام چې ټول وايي ډېر قوي نظام دی، تر دې کمزوری او ضعیفه نظام په تاریخ کې ندی تېر شوی. حتا خلقیانو به چې څوک وژل اول یې یوه محکمه ورته لرله او یو قانوني لار یې ورته برابروله، خو دوی هیڅ اسیر نه نیسي له مخې یې وژني، دا ټول له ډاره داسې کوي. د طالبانو نظام ځکه کمزوری دی چې هیڅ ولس ورسره نشته او په هره ولسوالۍ کې یوه پوسته لري او دا پوسته ولس کې پردۍ ده او هره شیبه ددې امکان شته چې لس کسه پسې راپاڅي دا پوسته ونیسي او دا کېسه که شروع شوه بیا به وګوری چې الهي نظام څومره کمزوری دی.
حسیب قوای مرکز ټول پيژني چې جمهوریت کې یو مهم لنډغر و، خو دا پوښتنه باید وشي چې هغه چا لنډغر کړ، ولې داسې شو؟ دا د یو غریبې او بیچاره کورنۍ غړی و، دده نور جهادي وطندارانو بلډنګونه لرل، امریکايي ډالر یې اخېستي او حسیب دا هر څه لیدل نو اخر یې لنډغرۍ ته لاس واچولو، حسب لکه هر بل لنډغر د خپلې ټولنې د بې عدالتۍ پيداوار دی. دا چې ده وکولای شوای پنځه کاله د طالبانو تر سخت حاکمیت لاندې ژوند وکړي، شبکه جوړه کړي او د خبرونو سر ټکی شي، معنا دا سړی با استعداده کس و. وايي میړه مړ کړه میړانه یې مه وژنه.
زما دریځ خو تاسې ته معلوم دی چې زه اوس د طالبانو خلاف د جنګ مخالف یم. اول دلیل دا چې د طالبانو مخالفان هم کټ مټ لکه طالبانو په څير غواړي موږ ته شریعت راولي، دویم دا چې ځکه د جنګ مخالف یم چې دا جنګ قومي دی او قومي جنګ کې هیڅوک بچ نه پاتې کېږي. هو که څوک د فکر په اساس د طالب خلاف جنګ کېږي او هغه هم د امریکا او پاکستان لاس پکې نه وي، ورسره موافق یم. درېیم ځکه د طالب خلاف د جنګ مخالف یم چې لا هم زموږ خلکو د شرعي نظام مزه نده څکلي او فکر کوي چې شریعت ښه شی دی. وايي دا بېسواده کندهاریان په شریعت نه پوهېږی، در حالې چې حکمتیار او رباني خو کندهاریان هم نه ول، ددوی شریعت غوښتنې افغانستان کوم ځای ته ورسولو.
د جنګ خلاف زما درېیم دلیل دا دی که طالبان لږ پاتي شي او خلک دې نتیجې ته ورسېږي چې مشکل په قوم کې ندی، مشکل په کندهار او ننګرهار او شمال کې ندی، مشکل د شریعت په نوم نظامونو کې دی او باید ټول خلک که نه وي نیمايي خلک باید داسې توبه وباسي.
نورمحمد تره کي ته دعا وکړي چې ای د مزدورانو او کارګرانو مشره تا دا ملا طبقه، اخواني طبقه او د امریکا او امپریالیزم بچیان ښه پيژندلې و، خدای دې هر هډوکی په جنت کړه.
دویم ووايي، یا الله ته خپله ښه پوهېږی، موږ هم ستا عبادات کوو، اخرت کې هم خپله د خپلو اعمالو ځواب وایو خو د خدای لپاره دا د شریعت په نوم ډرامه نوره ختمه کړه.
ځکه موږ ددې شیخ حنفي او شیخ ندیم او شیخ سراج او شیخ دین محمد له ډرامې نه بغیر هم مسلمان یو او بیا هم مسلمانان یو او که د کوم یو عقیده لږ هاخوا دیخوا وي هغه هر ملک کې وی، خو دا ډرامه ختمه کړه. نو د طالبانو د نظام دوام به د ملا پرتوګ چې اوس تیار وتلی دی خو لا یې هم لمن اوږده ده چې سمه یې دا لمن په سر را واوړي بیا خلک پوهېږي چې مشکل چېرته دی.
وسلام
نورمحمد ضیا او انډیوالان یې
کابل خیرخانه، سره مینه
د ملت غږ رهنمایی معاملات دفتر
ملایان تل دعوه کوي چې په افغانستان کې غیر اسلامي نظامونه دوام نشي کولای حال دا چې په افغانستان کې د هر غیر شرعي نظام عمر تر شرعي او اسلامي نظامونو اوږد و.
تر اوسه په افغانستان کې درې ځله اسلامي نظامونه راغلي دي، د امیر حبیب الله کلکاني حفظ الله نظام نهه میاشتې بعد نسکور شو، د مجاهدینو اسلامي دولت خو بیخي دولت نشو، د طالبانو لومړنی اسلامي امارت پنځه کاله دوام وکړ.
پداسې حال کې چې د افغانستان د خلکو ډموکراتیک ګوند حکومت ۱۵ کاله عمر درلود چې ددرې واړو شرعي نظامونو له مجموعې څخه یې عمر زیات و. دا تاثر چې د افغانستان خلک مسلمانان دي او شرعي نظام غواړي بلکل غلط تاثر دی.
د خلکو ډموکراتیک ګوند حکومت چې تر ټولو زیات سکولر حکومت و بیایې هم عمر یې ترټولو اسلامي او جهادي حکومتونو زیات و او تر اوسه یې ولس کې د شهید رهبر ډاکتر نجیب الله په اندازه محبوبیت هیڅ جهادي رهبر نلري.
همدا ډول که څه هم جمهوریت هم یو اسلامي جمهوریت و، خو یو څه سکولر ازادي پکې وه، بیا یې هم شل کاله دوام وکړ او اوس یې هم خلک له خدایه په لمانځه کې غواړي، خو سپږنان یې د ټوپک په زور مخالفت کوي.
زما فتوی داده چې د افغانستان خلک کلتوری غیر افراطي مسلمانان دي او یو نورمال غیر مذهبي او غیر شرعي نظام غواړي ،شرعي نظام یوه بیروني پدیده ده چې د پاکستان عربانو او انګریزانو لخوا پر افغان ولس هر ځل تپل کیږي. غیر شرعي نظام د دین او د خلکو د عقاید خلاف نه وي، بلکې هر چاته اجازه ورکوي چې خپل خالق سره چې څنګه دده عقل کار کوي رابطه وساتي او خپله عقیده په زور په چا ونه مني.
داسلامي امارت پنځم کال
BREAKING: Sen. Lindsey Graham unloads on Pakistan after reports claim the Middle East mediator allowed Iran to use their bases to park military aircraft.
"I don't trust Pakistan as far as I can throw them. If they actually do have Iranian aircraft parked in Pakistan bases to protect Iranian military assets, that tells me we should be looking maybe for somebody else to mediate. No wonder this damn thing is going nowhere."
Breaking News: At least 400 people were killed in Afghanistan after Pakistan struck a drug rehabilitation center in Kabul, Afghan officials said. https://t.co/sCUKuwg3hg
I am deeply saddened by the latest reports of civilian casualties as a result of Pakistani airstrikes in Kabul. Targeting civilian homes, educational facilities or medical infrastructure, either intentional or by mistake, is a war crime. The sheer disregard for human lives, especially during the holy month of Ramadan, is sickening and deeply concerning. It will only fuel division and hatred. I call upon the UN and other human rights agencies to thoroughly investigate this latest atrocity and hold the perpetrators to account. I stand with my Afghan people in this difficult time. We shall heal, and we will rise as a nation. We always do. Inshallah ! 🇦🇫
Hospital bombed in Afghanistan… during Ramadan.
Patients, children, innocent lives… gone in seconds.
Where is international law now?
Where is humanity now?
We have been doing the dirty work of the United States for three decades”.
Pakistan’s Defence Minister Khawaja Asif spoke to me last night in a remarkable and wide ranging interview about the escalating situation in Kashmir. India is blaming Pakistan who says there is no evidence for this.
He also told me that Pakistan is “already prepared” for strikes from India.
#India #Pakistan #PahalgamTerroristAttack #Kashmir