د آدم صورت يې مرگ لره پیدا کړ
خرابي شوه په جهان د مرگ له لاسه
همگي پېغمبران که اولیاء وه
دوی په مځکه شول نهان د مرگ له لاسه
اې خوشحاله که په تن شاهِ جهان شې
هم به درومې په ارمان د مرگ له لاسه
له رخساره، حال د زړونو معلوميږي
له بهاره، نيك و بد د كال عيان شي
سر كشي د عاجزانو په كار نه ده
هر مېږی چي وزر وكاندي پښېمان شي
موم دلان به یې له شره لمن ژغوري
سنگدلان كه عين لعل د بدخشان شي
عبدالرحمن ب��با (1650-1715)
@MiftahIsmail sir aap hi akheri umeed ho, kindly restore saturday holiday as you know well the Fuel and Electricity consumption zyada hogi saturday on karnay sy
#restoresaturdayholiday
چې خپل کور ودانوم زه
د بل کور نه ورانوم زه
نه مې چا سره بدي ده
نه مې چا ته بدنيتي شته
له هر چا مې ورورولي ده
خپل پردي سره اشتي ده
زه هر چا لره ښه غواړم
زه چې ځان لره څه غواړم
دوست محمد کامل مومند
خود چې یې سالار د کاروان نه وي ځان ځاني وي
هغه قافله چې څومره پېش وه هومره پس ده
چا چې غم د قام او د ملت په سر اخيستی
فکر ورته وکړه خوشحالي د هغه کس ده
لاس که په وطن کې د تعمير کولی نشې
واوړه له تخريبه دا خبره ستا د وس ده
حمزه شينواری
ستا زړګی وچوه پښتونه!
زړه مې چاودی دی له تانه
خوي خصلت دې د غلام
نشته زياته له پاچا نه
کله سيک په تا سوريږي
مغولی دې پاچا کيږي
بيا په تا په جوتو کيږي
بهشتي له کوه دامانه
عقل پڅ، زړه دې ناپاکه
لاس دې ستړی، خوله چالاکه
ستا تاريخ دی عبرتناکه
چیرې خلاص نه یې له خزانه
غني خان
خدايه ستا وړه دنيا مې نده خوښه
ما له راکړه خپله لوى جهان کې برخه
چې کوم ځاى کې وي بې حس زما احساس
چې کوم ځاى صبر زړګى وي او تش لاس
چې کوم ځاى کې فرياد نه اورم د کونډو
ماشومان يا په ټوکړو پسې په منډو
چې کوم ځاى کې نه مذهب شته نه قانون
نه عشقونه، نه وصلونه، نه بيلتون
غني خان