@elonmusk dear @elonmusk Is it true that you’re interested in investing in or buying a team in the Afghanistan Premier League (APL)? 🇦🇫🏏
Afghan cricket fans around the world would love to hear directly from you. Is there any truth to these reports? 🙏
@elonmusk Dear @elonmusk Is it true that you’re interested in investing in or buying a team in the Afghanistan Premier League (APL)? 🇦🇫🏏
Afghan cricket fans around the world would love to hear directly from you. Is there any truth to these reports? 🙏
@elonmusk@elonmusk Is it true that you’re interested in investing in or buying a team in the Afghanistan Premier League (APL)? 🇦🇫🏏
Afghan cricket fans around the world would love to hear directly from you. Is there any truth to these reports? 🙏
We are waiting for it
د امریکا دفاع وزیر پیت هېګسېت ویلي، که ایران له امریکا سره د شوې هوکړې له مادو سرغړونه وکړي، واشنګټن چمتو دی چې پر تهران بیا پوځي عملیات ترسره کړي.
هېګسېت ویلي، امریکا د ایران پر ضد د احتمالي بریدونو لپاره لازم ځواک او وړتیاوې لري، او که تهران د هوکړې ژمنې عملي نه کړي، واشنګټن به سخت فشارونه، د بندیزونو بیا پلي کول او نور سخت اقدامات له سره پیل کړي.
د نوموړي په وینا، له ایران سره هوکړه «د ځواک له دریځه» شوې او امریکا د مذاکراتو پر مهال سخت دریځ غوره کړی و.
هغه ټینګار کړی، که ایران له خپلو اټومي موخو لاس وانخلي، پوځي اقدام لا هم د امریکا د انتخابونو په لړ کې شامل دی.
هېګسېت زیاته کړې، امریکا به هېڅکله اجازه ور نه کړي چې ایران اټومي وسلې ترلاسه کړي. نوموړي همداراز ویلي، د هرمز تنګی یوه نړیواله اوبو لاره ده او د کښتۍ چلونې ازادي باید پکې خوندي وساتل شي.
د امریکا د مرستیال ولسمشر جېډي ونس دفتر اعلان کړی، چې نوموړی د ایران له استازو سره د مذاکراتو په موخه سویس ته خپل ټاکل شوی سفر لغوه کړی دی.
د خبرپاڼې له مخې، د راتلونکو تخنیکي خبرو اترو اړوند پروګرامونه لا هم وروستي شوي نه دي او د دغو مذاکراتو د تنظیم او همغږۍ چارې له پیل راهیسې پېچلې او د اټکل وړ نه وې.
په خبرپاڼه کې راغلي، چې امریکایي پلاوی چمتو و چې په لومړي مناسب فرصت کې سفر وکړي، خو د خبرو اترو د چمتووالي د نه بشپړېدو له امله جېډي ونس به خپل سفر ترسره نه کړي.
تردې وړاندې المیادین شبکې راپور ورکړی وو، چې د لبنان د وضعیت له امله د ایران استازي د جمعې په ورځ سویس ته نه ځي، سپینې ماڼۍ هم اعلان کړی چې د امریکا پلاوی به هم دغه سفر نه ترسره کوي.