د پاکستان د پوځ ویاند احمد شریف چودری په یوه تازه مرکه کې ویلي «افغانستان یو دولت ندی» او دا هم چې افغانستان دا مهال فقط دوه شیان تولیدوي چې یو یې تروریزم دی او بل یې مخدره مواد. اول خو دا د پاکستاني واکمنانو د زړه غوښتنه ده چې افغانستان دې دولت نه وي ترڅو لکه بې صاحبه ځمکه قبضه پرې ولگوي او دا چې افغانستان په بین المللي ټولنه کې نه غږ ولري او نه حضور او خلک یې فقیر، محتاج او بیسواده وي دا د همدې لپاره په خپله گټه بولي. دوي همداسې تدریجي اضمحلال ته په تمه دي کنه واقعیت دا دی چې افغانستان د تاریخ له زړه راوتلی مملکت دی نه د برتانیې د خارجه وزارت په دفترونو کې جوړ شوی هیواد. دوهم: تروریزم او مخدره مواد اصلاً د پاکستان تولیدات دي چې حداقل پنځوس کلنه تجربه پکې لري، او اوس یې هم په پوره مهارت تولیدوي. خو موږ ته پکار ده چې لدې توهین آمیزه څرگندونو سبق واخلو.