د جمهوي نظام والي او د سیاسي چارو شنونکی حلیم فدايي افغانستان کې د مشروع نظام رامنځته کېدل اړین بولي او زیاتوي چې نشتوالی به یې هیواد له لا ډېر ژور بحران او حتی د تجزیې له خطر سره مخ کړي.
ښاغلی فدایی وايی:
« تر هغې چې د ولس په مشارکت، مشوره،فعاله ګډون او د یوه قانونمند شورایي نظام له لارې داسې مشروع او مسؤل نظام رامنځته نه شي چې هم ملي مشروعیت ولري او هم نړیوال رسمیت، افغانستان به له لا ژور بحران سره مخ وي، آن تر دې چې د تجزیې تر بریده ورسېږي.»
په دې وروستیو کې، په هیواد کې د مشروع نظام د رامنځته کېدو په اړه بحثونه تاوده شوي او دا د افغانستان د بحران د حل یوازینۍ لاره ګڼل کېږي.
ولسمشر محمد اشرف غني هم په خپلو وروستیو پيغامونو کې، په دې اړه د یوه ملي بحث د پيل غوښتنه کړې او د اجماع رامنځته کېدو په برخه کې یې خپل ونډې ادا کولو ته چمتووالی ښودلی دی.
حلیم فدایي زیاتوي، یوازې د یوه مشروع نظام په جوړېدو افغانستان له نړۍ سره په عادي ډول اړیکې نیولی او د ولس غږ او درد اورېدلی شي.
زیاتره افغانان نیوکه کوي چې طالبانو د خپل ډلهيیز حکومت په جوړولو افغانستان له نړۍ منزوي کړی او په هېڅ نړیوال سټېج یې د غږ پورته کولو څوک نشته او نه یې هم څوک غږ اوري.
د شنونکو په وینا، همدا لامل دی چې پاکستان د افغانستان حریم نقضوي او پر ملکي وګړو بمبارونه کوي، ځکه هغوی ډاډه دی چې د افغانستان غږ څوک نه اوري او نه کوم هیواد او نړیوال سازمان د دې بریدونو په مقابل کې غږ پورته کوي.
#افغانستان #نظام #مشروعیت
د پاکستان له سفیر سره باید طالبان هم وشړل شي، ځکه هغوی بیا د سفیر سفیران دي. پاکستان تر رسمي سفیر غیر رسمي او دوهم لاس سفیران ډېر دي. د پاکستان اصلي سفیر پټ دی او هغه د پردې تر شاه په فرمانونو هېواد ورانوي.