موږ تل خپلې پښې په خپل تبر وهلې دي.
د انګرېز له ماتې را وروسته چې کله امان الله خان د افغاني دود او دستور له چوکاټ بهر او د پلیتې دیمکراسۍ په پلان شوې لومه کې را ګیر او د ټولنې له حساسیتونو بې خبر شو په وړاندې یې ولس راپورته، د جګړو خپل منځي میدان ګرم او انګرېز په خپل دوهم پلان کې کامیاب شو.
ورپسې د روس په وړاندې هم همدې ته ورته د لکونو شهیدانو په بدل کې د ګټل شوي جهاد انجام د ځینو جهادي مشرانو او رهبرانو له لاسه په بل خونړي ناورین او د هېواد په بربادۍ بدل شو.
خو امارت له تېرو په درس اخیستو دا ځل د ګټل شوي میدان ساتنه په پوره تدبیر او ښه پلان سره وکړه چې د افغانانو هیلې ورسره ژوندۍ شوې،
د هېواد اوسنی امن او ښه حکومتولي چې د سیمې په سطحه بې سارې ده، ځینې اشخاص او کړۍ یې اوس د بل په اشاره د تخریب کوششونه کوي،
حکمتیار صاحب او ده ته ورته مشران باید نور د ناهیلۍ، بې باورۍ ��ه بې اساسه خبرو لاس په سر او په ولس کې خپل بایللی حیثیت لا برباد نه کړي.
ولس له تېرو مشرانو او رهبرانو ښې خاطرې نه ��ري.
امارت اسلامیہ افغانستان کے وزیر اعظم، محترم ملا محمد حسن اخوند:
اگر پاکستان کے موجودہ حکمرانوں، پاکستان کے جرنیلوں کو افغان حکومت سے کوئی مسئلہ ہے تو وہ اسے مذاکرات کے ذریعے حل کریں۔ “آؤ اور ہمارے ساتھ آمنے سامنے بات کرو، مہاجرین کے ساتھ برا سلوک نہ کرو”۔
محترم رییس الوزرا ملا محمد حسن اخند د پاکستان حکومت ته په خطاب کې وايي، چې د کوم حق او قانون په اساس د افغان کډوالو ملکیتونه ضبط کوئ، مالونه او پیسې یې ترې اخلئ، خپل راتلونکي ته مو فکر وکړئ.
#مليتلویزیون
که افغان ملت د امریکايي اشغال پر ضد مبارزه کوي، ترورېزم دی.
که عراقیان د خپل ملت ازادي غواړي، ترورستان دي.
که لیبیایان د امریکايي هیژمانۍ حکم نه مني، ترورېستان دي.
که روسیه، چین او شمالي کوریا د امریکا زبرځواکۍ ته سر نه ټیټوي، شیطاني مثلث دی.
که فلسطیني آزادپال د خپلې خ��ورې آزادي غواړي. ترورستان دي.
که روسان د خپل امنیت لپاره په شر��ي اروپا کې ناټو غځونه نه مني، اشغال دی.
که چین خپله تارخي سیمه بېرته تر لاسه کول غواړي، اشغال دی.
که افغان اسلامپال مبارزه ګټي، ټولشموله نه دی.
که ترک اسلامپال انتخابات ګټي، دکتاتور دی.
که یې مصري اسلامپال ګټي، امپراطور دی.
که فلسطیني حرکت انتخابات ګټي، ترورېست دی.
یواځې دوي دي چې جګړه یې مشروع ده، د خلکو وژل ورته روا دي، انتخابات (!) یې سم دي، آیډیالوژي یې نړیواله ده، مبارزه یې مقدسه ده.
که د دوی په طرف وې؛ هر وحشت کوه، ژورنالستان وژنه، د بشر حقوق د پښو لاندې کوه، آزادي په توپه وله، بمونه وروه، ښځې وژنه، ماشومان قتلوه هېڅ نشه
خو که د دوی پر وړاندې ودرېدې، په هر دم او قدم د اخلاقو چپټرونه دي.
د دوی مکر او درواغجن هویت ښايي د نړۍ په تاریخ کې مثال ونلري.