د ملي بس امارتي شرکت مسؤولین چین هېواد ته په رسمي سفر ولاړل
د امارتي شرکتونو عمومي ریاست د ملي بس امارتي شرکت اجرائیوي رئیس حافظ عبدالباقي مقیم او ورسره مل پلاوی د تجربو ترلاسه کولو او تخنیکي بحثونو ترسره کولو په موخه د چین ولسي جمهوریت ته رسمي سفر وکړ.
او اقتصادي اړیکو د پراختیا لپاره نوي فرصتونه برابر شي او هېوادوال او مسافرين به وکولای شي په اسانه، چټکه او له غیرضروري تمځایونو پرته خپل سفر ترسره کړي.
زموږ هېواد د لمریزې انرژۍ لپاره خورا غوره اقلیمي شرایط لري او له دغې طبیعي سرچینې څخه استفاده کول، له اقتصادي اړخه ارزانه ده او هم چاپېریال ساتنې لپاره غوره او بهتره ده.