که چېرې فکري اعداد له نظامي اعداد سره همغږی نه وي، په پایله کې ب�� ملي ارزښتونه معیار وګرځي او ان استعمار ته به خدمت وشي؛ لکه د پاکستان اټوم، د سعودي شتمني، د مصر، اردن او ترکیې پوځونه.
#اعداد_فرض_دی
#اعداد_فرض_است
اگر اعداد فکری همگام با اعداد نظامی نباشد، نتیجهاش معیار گرفتن ارزشهای ملی و حتی خدمت به استعمار است؛ مانند اتم پاکستان، ثروت سعودی یا ارتشهای مصر، اردن و ترکیه.
#اعداد_فرض_دی#اعداد_فرض_است
پایان کمپاین مطبوعاتی سهروزه حزبالتحریر – ولایه افغانستان
دفتر مطبوعاتی حزبالتحریر ولایه افغانستان اعلام میدارد که کمپاین مطبوعاتی سهروزه این حزب تحت عنوان «اعداد فرض است» که از روز سه شنبه، سوم سرطان آغاز شده بود، امروز پنجشنبه، پنجم سرطان سال جاری با موفقیت به پایان رسید.
این کمپاین مطبوعات�� در حالی برگزار شد که سرزمینهای اسلامی، بهویژه غزه، شب و روز خود را در سایه جنایات بیوقفه رژیم یهود سپری میکنند. در همین حال، حملات هوایی اخیر ��ژیم یهود و امریکا بر خاک ایران، بار دیگر مظلومیت امت اسلامی و استمرار سلطه قدرتهای غربی بر آن را واضح میسازد.
حزبالتحریر بهعنوان یک حزب فکری و سیاسی، خود را مکلف میداند که در راستای بیداری فکری و سیاسی امت اسلامی تلاش نماید و وضعیت انحطاط موجود را به یک نهضت حقیقی و سازنده تبدیل کند. بخشی از این انحطاط، نبود درک روشن امت نسبت به موضوع اعداد است. از جمله مظاهر این انحطاط، فقدان قدرت، وحدت، جایگاه جهانی و توان ارهاب دشمن میباشد؛ امری که نیازمند آمادگیهای فکری، سیاسی و نظامی است.
در جریان این کمپاین، تأکید شد که آمادگی (اعداد) در بخش فکری و تجهیزات نظامی پیشرفته یک فریضه شرعی است. همچنین بیان گردید که این آمادگی صرفاً با تکیه بر ابزارهای مادی حاصل نمیشود، بلکه نیازمند این است که تنها بر فکر اسلامی بناء شود و باید برای رسیدن به آن برنامهریزی درازمدت در ابعاد مختلف صورت گیرد. از سوی دیگر، امت باید دیدگاههای خود را نسبت به نصرت و پیروزی اصلاح نماید؛ نه دچار افراط گردد که پیروزی را فقط در ایمان ببیند، و نه دچار تفریط شود که آن را تنها در ابزارهای مادی جستجو کند. نصرت از جانب الله متعال است که در توازن این دو شرط تحقق مییابد.
در پایان، از الله سبحانه وتعالی مسئلت مینماییم که ما را در مسیر اعداد فکری، سیاسی و نظامی توفیق عطا فرماید؛ تا به نصرت او، با تأسیس دولت خلافت راشده بر منهج نبوت، اسلام و مسلمانان عزیز گردند و کفر، پیروان و مزدوران آن ذلیل شوند.
#اعداد_فرض_دی
#اعداد_فرض_است
شناخت دشمن بخشی از اعداد است، اما معیار آن «عدو الله» است نه منافع ملی؛ دشمن کسی است که در برابر حاکمیت جهانی اسلام میایستد.
#اعداد_فرض_دی#اعداد_فرض_است
د الله د رضایت دایره باید پراخه تعریف شي؛ که چېرې یو څوک د اعلاء کلمة الله لپاره د هستوي علم یا نظامي تخصص په لټه کې وي، عمل یې د لمانځه او روژې په څېر د الله د رضایت لپاره دی.
#اعداد_فرض_دی#اعداد_فرض_است
دایره رضایت الله را باید وسیعتر تعریف کرد؛ اگر کسی برای اعلای کلمةالله در جستجوی علم هستوی یا تخصص نظامی می شود، عملش مثل نماز و روزه برای رضایت الله است.
#اعداد_فرض_دی#اعداد_فرض_است
صنعتیسازی پایه اعداد است؛ لازمه آن نظام تعلیمی مبتنی بر عقیده اسلامی و تأسیس مراکز تحقیقاتی ویژه در علوم پیشرفته و صنعت نظامی است.
#اعداد_فرض_دی#اعداد_فرض_است
چهار مفکورهای اشتباه در مورد اِعداد
سرمایه فکری اساسِ اِعداد است!
قدرت و آمادگی یک امت از اندیشه و ایدئولوژی آن سرچشمه می��یرد. برخی تصور میکنند که اِعداد تنها به تجهیز نظامی محدود میشود و علت ذلتِ ما صرف در نداشتن اِعداد نظامی است، در حالیکه آمادگی نظامی باید بر پایهی قدرت فکری جامعه بناء شود.
سرمایهی فکری، جامعه را بیدار میسازد؛ زیرا بیداری جامعه وابسته به بیداری فکری آن است. جامعهای که اسلام را بهعنوان برنامهی زندگی میپذیرد و آن را حمل میکند، واقعیتها را درست درک کرده و تمامی مسائل – از زندگی و سیاست تا جنگ، صلح، دوستی و دشمنی – را تنها از منظر اسلام و فکر اسلامی مینگرد.
قدرت فکری، راه و رسالت امت را روشن میسازد و اساس قدرت مادی بهشمار میرود. رسالت امت اقامهی ��سلام و حمل آن از طریق دعوت و جهاد است؛ بنابراین، رسیدن به این هدف، نیازمند اِعداد مادی و نظامی مطابق با شرایط زمان است. قدرت فکری است که روان اخروی، انگیزه برای اِعداد نظامی، هویت اسلامی، روحیهی فداکاری و آرمان شهادت را ایجاد مینماید. بناً سیاست تعلیمی و رسانهای دولت اسلامی باید نسل جوان را مبتنی بر فکر اسلامی آماده و بیدار سازد و این اساس اِعداد است.
نصرت و غلبه یکی نیستند!
بعضیها چنین فکر میکنند که قدرتیابی و افزایش توان اقتصادی و نظامی یک جامعه، نیازمند ایمان نیست. آنان برای اثبات سخن خود، به نمونههای جهان غرب و قدرت آن استناد میکنند. درست است که قدرت و صنعت لزوماً به ایمان وابسته نیست، و هر کس شرایط مادی لازم را فراهم سازد، احتمال دستیابی به این قدرت را دارد؛ اما نکتهی ظریف در اینجاست که چنین قدرتی هرگز «نصرت» نامیده نمیشود، بلکه صرفاً «غلبه» است.
ظهور و سقوط دولتها به ارادهی الله سبحانه وتعالی وابسته است. آنگاه که الله متعال در قرآن از ��درت گرفتن کفار سخن میگوید، آن را به خود نسبت میدهد، اما فقط «غلبه» مینامد. اما زمانی که از قدرتمند شدن مؤمنین یاد میکند، آن را «نصر» میخواند.
اگر جامعهای با ارزشهای غیر اسلامی و در جهت اهدافی غیر اسلامی به قدرت برسد، این قدرت برای آن جامعه خیری نخواهد داشت؛ زیرا قدرت و صنعت بدون ایمان و ارزشهای اسلامی، به معنای فساد و جنایت است. در مقابل، قدرتی که بر پایهی ایمان بنا شده و ��ر راه حاکمیت اسلام، پایان دادن به فتنه، و یاری مظلومان بهکار گرفته شود، همان نصرت الهی واقعی است.
بنابراین، ممکن است جوامعی بدون توجه به ارزشهای ایمانی، به قدرت نظامی و اقتصادی دست یابند؛ چنانکه امریکا، اروپا، چین و رژیم یهود به آن رسیدند. اما اگر جامعهای برای اعلای کلمة الله آماده نشده باشد و تربیت ارزشی و ایمانی را در مسیر قدرت فراموش کند، نتیجه آن چیزی جز غلبهی پوچ نخواهد بود و تداوم نخواهد داشت و بر قلبها نفود نمیکند.
چنانکه امروز میبینیم: پاکستان با وجود داشتن سلاح اتمی، در برابر کشمیر و فلسطین ناتوان است؛ مصر و اردن با داشتن توان نظامی، امنیت رژیم یهود را تضمین میکنند؛ سعودی با ثروت بزرگش، در خدمت استعمار قرار گرفته است. اینها نمونههایی از قدرت بدون نصرتاند؛ یعنی غلبهای بدون روح است. پس نظام تعلیمی دولت اسلامی این را جزء اِعداد می داند که پهلوی پرورش یک نسل متخصص، مفکر و عالم باید شخصیتهای ایمانی را تربیت کند.
اِعداد برای فتح است، نه برای دفاع!
تلاش برای بقا، رفتاری غریزی در انسانهاست. در طول تاریخ، دولتها برای حفظ موجودیت خود کوشیدهاند تا به قدرت دست یابند. با ظهور نظم جهانی مبتنی بر دولت-ملت، ساختار حقوقی بینالملل بهگونهای شکل گرفت که جنگ و قدرت نظامی به چارچوب دفاعی محدود شد؛ هرچند قدرتهای زورگو و قطبهای جهانی، همواره خود را فراتر از این قواعد میپندارند.
دولتهای ملی وقتی از اِعداد سخن میگویند، در واقع از دفاع سخن میرانند. اما همین که اندکی در مسیر اِعداد پیش میروند، گرایشهای استعماری در آنها قوت میگیرد. آنان در کنار تلاش برای اِعداد، میکوشند با ایجاد ائتلافها یا با پذیرش تابعیت قدرتهای بزرگ، موجودیت خود را حفظ کنند.
بیتردید، اِعداد برای بقا مهم و نقطه آغاز است؛ اما در اسلام، هدف از اِعداد صرفاً دفاع نیست، بلکه جهاد برای فتح، اظهار جهانی دین، حاکمیت اسلام در سراسر جهان و دفاع از مستضعفین، در هر جای دنیا که باشند، میباشد.
چنانکه در آیه ۶۰ سوره انفال از اِعداد سخن گفته شده، هدف آن را «إرهاب» دانسته است (تُرْهِبُونَ بِهِ عَدُوَّ اللَّهِ وَعَدُوَّكُمْ).زمخشری در تفسیر کشاف نقل میکند که ابن عباس و مجاهد (رضی الله عنهما) این کلمه را با قرائت «تَخْزُون» خواندهاند که بهمعنای خوار ساختن و ذلت دشمن است. بنابراین، اِعداد در اسلام برای خوار ساختن زورگویان جهانی است، نه صرفاً ��رای دفاع.
از سوی دیگر، بخشی از اِعداد شناخت دشمن است؛ چرا که اِعداد برای ارهاب دشمن صورت میگیرد. اما این دشمنی باید مبتنی بر ارزشهای اسلامی باشد، نه بر منافع شخصی، قومی یا ملی. چنانکه در سوره بقره هدف قتال «ختم فتنه» ذکر شده، و فتنه همان حاکمیت کفر است که دنیا را به فساد، ظلم و جنایت کشانده است.
مغشوش شدن رابطه علت و معلول
همهی نتایج و حوادث از قضاء الله سبحانه وتعالی ناشی میشود، اما در کنار آن، شرایط و قوانین طبیعی یا همان «قدر الهی» نیز وجود دارد که انسان مکلف به رعایت آنهاست. مثلاً برای رفع گرسنگی باید غذا خورد، برای درمان باید نزد داکتر رفت، و برای ق��رتیابی باید به علم، صنعت و تکنالوژی رجوع کرد. این قوانین الهی بخشی از حکمت الله سبحانه وتعالی در ادارهی جهاناند، و در کنار آن باید به قضاء الهی ایمان داشت که نتیجه نهایی از جانب اوست.
مسلمانان صدر اسلام این رابطه را بهدرستی درک کرده بودند؛ آنان میدانستند که قدرت، رزق و عزت از جانب الله است، اما تحقق آنها نیازمند رعایت شرایط و تلاش عملی است. قدرت نیز مانند ثروت، تابع قوانین خاصی است که باید در هر زمان دوباره تعریف شود. امروزه منابع اصلی قدرت، اقتصاد صنعتی است و ارهاب دشمن نیز با صنعت نظامی، سلاح و تکنالوژی پیشرفته ممکن میشود.
پس ما مکلف هستیم پهلوی اینکه به قضای الهی ایمان داشته باشیم، در اعمال باید قدر، شرایط و قوانین طبیعی موجود را معیار گیریم. اما با گذر زمان، این درک تضعیف شد. در اواخر خلافت عثمانی توجه صرف به معنویات، موجب غفلت از قوانین مادی شد، و پس از انقلاب صنعتی، برخی مسلمانان با متاثر شدن از قدرت غرب، به شرایط مادی گرایش یافتند، به سکولاریزم رو آوردند، معنویات را کلاً نفی کردند و حتی علم و صنعت را علت پیروزی دانستند. ازاینرو، دولت اسلامی وظیفه دارد این بینش را، خصوصاً در سیاست تعلیمی خود، اصلاح کرده، هم شخصیتهای مؤمن تربیت کند و هم زمینهی شناخت منابع قدرت و اجرای برنامههای دقیق برای اِعداد، صنعتیسازی جامعه و ساخت زیرساختهای علمی و نظامی را فراهم سازد.
یوسف ارسلان
#اعداد_فرض_دی
#اعداد_فرض_است
اِعداد؛ له استضعاف څخه د استخلاف او د دين د اظهار پر لور د امت فریضه
مولوي سیف الله منصور
تقریباً دوې پېړۍ کيږي چې اسلامي امت له هغې فتحې، بريا او نصرت څخه محروم دی، چې په نړۍ کې د اسلام د مبارک دين د اظهار او غلبې سبب کېدل. هغسې فتحې او برياوې چې له بدر نه نيولې تر خندق، مکې، فارس، اندلس، قسطنطینې، حطین، عین جالوت او … پورې. دا ځکه چې د نولسمې ميلاديپېړۍد دویمې نيمايي په پیل ۱۸۵۶م کې عثماني خلافت د هغه وخت په نړيواله ټولنه کې غړيتوب ترلاسه کړ او د نصراني اروپايي هېوادونو تر ټولو ناروا او سختو شرایطو ته یې غاړه کېښوده، چې یو له هغو څخه په بهرني سياست کې د اسلام نه عملي کول و. په دې معنی چې نور د خلافت دولت نړۍ ته د دعوت او جهاد له لارې د اسلام له لېږد څخه لاس واخيست او همدا د جهاد پرېښودل د دې سبب شو چې څه باندې شپږ لسیزې وروسته، اسلام او جهاد ته د بېرته نه رجوع له امله، د الله سبحانه وتعالی د استبدال له قانون سره سم مسلمانانو د خلافت دولت له لاسه ورکړ.
د خلافت له سقوط وروسته د هغه جغرافيه ووېشل شوه او پر امت باندېد یرغلګرو کفارو له خوا ملي دولتونه تحمیل شول او اسلامي خاوره د بېلابېلو استعماري قدرتونو د رقابت پر ډګر بدله شوه. خو بیا هم مسلمانانو په دوامداره توګه د ملي جغرافيو په منځ کې د يرغلګرو او ښکېلاکګرو کفارو پر وړاندې دفاعي جهاد ته ادامه ورکوله او خپله اسلامي خاوره به یې مؤقتاً له اشغال څخه آزادوله. په دې بهير کې یې د نړۍ اکثرو سترو قدرتونو؛ لکه بریتانيا، فرانسې، ايټالیا، شوروي، امریکا، ناټو او … ته په خپلو ��يمو کې سختې ماتې ورکړې. دغو مبارزينو اکثراً په کور د ننه د اسلام د تطبیق هڅې کولې، خو د ملي دولتونو له مصنوعي پولو بهر یې د اسلام حمل ته زړه نه ښه کاوه. ځکه چې له آزادۍ سره سم دوی د استعماري قدرتونو د نړيوالو مفکورو، بنسټونو او نشنلیستي حللارو تر اغیز لاندې راتلل او د فکري انحطاط له امله د هغوی فکري، سياسي، اقتصادي او استخباراتي نفوذ ته تسليمېدل او دا هرڅه یې د استضعاف د فقهې له مخې توجيه کول.
له همدې امله دغه د استضعاف استدلال په امت کې لا ډېرې ريښې وکړې، تر دې چې د یوې ملي خاورې مسلمانانو، د بلې ملي خاورې له مسلمانانو سره د هغوی په ناورینونو کې د مرستې جرئت نه درلود. په دې ترڅ کې د جهادونو، پاڅونونو، انقلابونو ثمرې کفارو ترلاسه کړې او مسلمانان د اسلامي خاورې په ګوټ -ګوټ کې له افغانستانه نيولې تر چیچنيا، بوسنيا، شرقي ترکستان، برما، کشمير، سوريې، فلسطین او … پورې سخت وځپل شول، آن تر دې چې د ۲۰۲۳م کال د اکتوبر په ۷مه د فلسطیني مجاهدينو له خوا د طوفان الاقصی د جهادي کمپاین له امله د غزې مسلمانان د امريکا او نورو غربي هېوادونو په مرسته، د يهودي دولت له داسې وحشت، عاموژنې او لوږې سره مخ دي، چې د بشريت په تاریخ کې يې ساری نه ليدل کيږي.
يهودي دولت د امريکا او غرب په هر اړخيز ملاتړ، په ټول منځني ختيځ کې د ليوني سپي په شان جنایت ترسره کوي، د فلسطین تر څنګ، لبنان، سوريې، يمن او ايران کې داسې بریدونه کوي، چې د اسلامي امت د قدرت کېدو هر ډول ظرفیت له منځه وړي او هرې اسلامي خاورې ته يو پر بل پسې اخطارونه ورکوي، خو بيا هم پر امت واکمن رژيمونه پر هغو د وار له مخه بريد ایمان او جرئت نه لري او تر هغه صبر کوي، څو چې د دوی ملي جغرافيه مستقيماً تر برید لاندې راشي او ځينې خو يې لا د بريدونو پر وړاندې مطلق سکوت غوره کوي. نو دا چې څنګه د استضعاف له اوسني حالت څخه د استخلاف او له هغه وروسته نړۍ ته د اسلامي رسالت د حمل او د هغه د اظهار او غلبې پر لور ګام کيږدو او د دغه حالت لپاره شرعاً څنګه اعداد او تياری وکړو، دا تاسې او دا هم د دغېموضوع شرعي تګلاره:
د نصرت یا بریا او استخلاف تر منځ اړيکه
له هر څه دمخه مهمه ده چې د نصرت یا بريا او استخلاف تر منځ اړيکه درک کړو. نصرت یا بريا دا ده چې مسلمانان د مبارزې او جګړې په ډګر کې دښمن ته ماتې ورکړي او مختلف حالتونه اختیاروي؛ پر نورو افکارو باندې د دعوت د فکر غلبه یو ډول نصرت یا بریا ده، د دعوت تاييد او پر هغه باندې د خلکو راټولېدل د نصرت یا بریا بل اړخ دی، په دعوت کې د ��عوتګرانو ثبات او استقامت یې بل اړخ دی، د اهل قدرت له خوا د دعوت منل او د دعوت ملاتړ کول بل ډول نصرت دی، په دفاعي یا اقدامي جهاد کې د دښمن ماتول هم نصرت او بریا ده، په نړۍ کې د مظلومانو مرسته کول هم د هغوی نصرت دی. خو په تر ټولو کاملې او شاملېمعنی نصرت یا بریا هغه وخت تحقق مومي چې د اهل قدرت (انصارو) له خوا د اهل دعوت (د خلافت لپاره د دعوتګرانو فکر او برنامه) ومنل شي او په خپل مادي نصرت او ملاتړ سره اسلام د خلافت دولت د اقامې له لارې واکمن کړي؛ په کور دننه يېبشپړ تطبیق او بهر ته یې د دعوت او جهاد له لارې حمل کړي.
استخلاف بیا هغه حالت دی چې د مسلمانانو د خلافت دولت تاسیس شي ا�� د استضعاف اوسنی حالت پای ته ورسېږي. نو د دعوت په دې مسیر کې نصرت يا بریا د استخلاف لامل کيږي. خو په جګړهييز حالت کې بيا د نصرت یا بریا شرايط د استخلاف له شرایطو سره توپیر لري.
په دې حالت کې د نصرت یا بریا شرطونه دا دي چې مؤمنان د جګړې لپاره شرعي تیاری (اعداد) وکړي، تر ټولو پرمختللې وسلې، پیاوړيتاکتیکونه، او لوړ نظم ولري. خو د استخلاف شرط دا دی چې مسلمانان د دعوت، فکري او سیاسي فعالیتونو (تثقیف، تفاعل او طلبالنصرې) له لارې اسلامي امت ته اسلام د ټول بشري ژوند د ورځنيو ستونزو او ناورينونو لپاره د نظام (حللارو) په توګه وړاندې کړي او د کفارو لخوا له منځه تللی خلافت بيا تاسیس کړي. له همدې امله استخلاف په جګړو کې د نصرت او بريا شرط دی، ځکه که مسلمانان خلافت بیا تاسیس او اسلامي دولت جوړ کړي، بیا نو د الله سبحانهوتعالی په امر که څه هم لږ وسایل او امکانات ولري، دښمن ته به ماتې ورکوي. لکه چې الله تعالی فرمايي: ﴿كَمْ مِنْ فِئَةٍ قَلِيلَةٍ غَلَبَتْ فِئَةً كَثِيرَةً بِإِذْنِ اللهِ وَاللهُ مَعَ الصَّابِرِينَ﴾ [البقرة: ۲۴۹]ژباړه: "ډېر ځله کوچنيو ډلو د الله سبحانهوتعالی په امر پر لويو ډلو غلبه موندلې ده، او الله سبحانهوتعالی له صابرینو سره دی.“ او تاريخ هم دا ثابته کړې چې د خلافت پوځ اکثراً د دښمن د پوځ نيمايي و، خو بيا هم بریالی و. خو له خلافت پرته دفاعي جهاد او جګړه د دښمن پر وړاندې موقتي نصرت یا بریا ده، خو هغه په نړۍ کې د اسلام د رسالت د حمل او پر نورو ادیانو د اسلام او مسلمانانو د غلبې او اظهار سبب نه کيږي.
نصرت یا بریا
نصرت یا بريا په لغت کې مرسته ده، د لسان العرب له مخې: "نصر المظلوم نصراً ونُصوراً: أعانه، ونصر الغيث الأرض: عم��ها بالجود." یعنې: د مظلوم سره مرسته کول او د باران له خوا ځمکه په خپل سخاوت سره پوښل دي. د نصرت او بریا ضد کلمات: ماتې، ذلت، ناکامي او تسلیمېدل دي.
په اصطلاح کې "نصر" پر دښمن غلبه کول، پرې برلاسي کېدل او د جګړې په میدان کې ښکاره بری ترلاسه کول دي. دنصر کلمه ټولو ته محبوبه ده، انسانانو ته د راحت او سکون حس ورکوي، برعکس د ماتې کلمه دردوونکې ده، چې د ذلت، خوارۍاو د دښمنۍ له احساس سره ملهوي. نو نصرت یا بریا په شرعي لحاظ د مسلمانانو لخوا د الله سبحانهوتعالی په لار کې د جګړې پر مهال پر دښمن ترلاسه کېږي او دا لفظ زیاتره په قرآن کریم کې د جهادالطلب لپاره کارول شوی دی. الله تع��لی فرمايي: ﴿وَلَقَدْ نَصَرَكُمُ اللَّهُ بِبَدْرٍ وَأَنتُمْ أَذِلَّةٌ فَاتَّقُوا اللَّهَ لَعَلَّكُمْ تَشْكُرُونَ﴾[آل عمران: ۱۲۳] ژباړه: "او له شک پرته الله تاسې ته د بدر په ورځ سره له دې چې ذلیل واست، نصرت درکړ، نو له الله څخه تقوا غوره کړئ، ښایي شکر ادا کړئ.“ او بیا فرمايي: ﴿يَا أَي��ّهَا الَّذِينَ آمَنُوا إِنْ تَنْصُرُوا اللَّهَ يَنْصُرْكُمْ وَيُثَبِّتْ أَقْدَامَكُمْ﴾[محمد: ۷] ژباړه: "ای مؤمنانو! که تاسو د الله دین ته نصرت ورکړئ، الله به تاسو ته نصرت درکړي، او پښې به مو ټینګې کړي.“ دا آیتونه څرګندوي چې مسلمانان باید د الله سبحانهوتعالی له اوامروسره سم عمل وکړي، تر څو الله دوی ته بریا ورکړي. نو د نصرت او بریا یوازینی سبب الله سبحانهوتعالی دی، پرته له هغه بل هېڅوک د نصرت او بریا د ورکړې سبب نشي کېدلای. ځکهالله سبحانهوتعالی فرمايلي دي: ﴿وَمَا النَّصْرُ إِلَّا مِنْ عِندِ اللَّهِ الْعَزِيزِ الْحَكِيمِ﴾[آل عمران: ۱۲۶] ژباړه: "بریا یوازې د عزیز او حکیم الله له لوري ده.“ همداراز فرمايي: ﴿وَلَيَنْصُرَنَّ اللَّهُ مَنْ يَنْصُرُهُ إِنَّ اللَّهَ لَقَوِيٌّ عَزِيزٌ﴾ [الحج: ۴۰] ژباړه: "الله به خامخا د هغه چا مرسته وکړي چې هغه (د هغه د دین) مرسته کوي، بېشکه الله قوي او غالب دی.“ او فرمايي: ﴿وَلَقَدْ سَبَقَتْ كَلِمَتُنَا لِعِبَادِنَا الْمُرْسَلِينَ﴾ ﴿إِنَّهُمْ لَهُمُ الْمَنْصُورُونَ﴾ [الصافات: ۱۷۱��۱۷۲] ژباړه: "خامخا زموږ کليمه له پخوا زموږ د پیغمبرانو په حق کې صادره شوې، چې هغوی به حتماً بریالي وي.“ خو دا نصرت او بریا یوازې د مؤمنانو لپاره دي. کافرانو، منافقانو، ظالمانو، او تېری کوونکو ته بری نه ورکول کېږي. الله تعالی فرمايي: ﴿وَلَا هُمْ يُنصَرُونَ﴾[البقرة: ۴۸]ژباړه: "او هغوی ته به هېڅ مرسته نه ورکول کېږي.“ او فرمايي: ﴿وَإِنْ يُقَاتِلُوكُمْ يُوَلُّوكُمُ الْأَدْبَارَ ثُمَّ لَا يُنصَرُونَ﴾ [آل عمران: ۱۱۱] ژباړه: "که دوی له تاسو سره جګړه وکړي، نو شا به درواړوي او بیا به هېڅ مرسته ورسره ونه شي.“
نو که مؤمنان د بریا شرطونه برابر نه کړي، له ظالمانو او تيري کوو��کو سره جوړجاړی وکړي، دوی ته هم بری نه ورکول کېږي: ﴿وَلَا تَرْكَنُوا إِلَى الَّذِينَ ظَلَمُوا فَتَمَسَّكُمُ النَّارُ وَمَا لَكُمْ مِنْ دُونِ اللَّهِ مِنْ أَوْلِيَاءَ ثُمَّ لَا تُنصَرُونَ﴾[هود: ۱۱۳] ژباړه: "ظالمانو ته مه مایلېږئ، که نه اور به مو ونيسي او له الله پرته به بل هيڅ ولي او ملاتړیونه لرئ، او بیا به درسره مرسته ونه شي.“ له همدې امله تاسو وينئ چې اوسنيو جبريه نظامونو هېڅکله د کفارو پر وړاندې بريا او نصرت نه دی ترلاسه کړی. ځکه آن د احد په غزا کې م��لمانانو ته وښودل شوه، چې که ستاسو په منځ کې رسول الله صلیاللهعلیهوسلم او کبار صحابه هم موجود وي، خو تاسو یا د الله سبحانهوتعالی او یا د هغه د رسول صلیاللهعلیهوسلم نافرماني وکړئ، د بريا او نصرت پر ځای به ماتې خورئ.
نو نتیجه دا ده چې نصرت یا بریا د الله سبحانهوتعالیله لوري ده، خو شرطونه لري: اخلاص، تقوا، اعداد (چمتووالی) او د الله سبحانهوتعالی د دین لپاره قرباني. همداراز بریا دوې برخې لري: یوه د مؤمنانو برلاسي او بله د کفارو ماتې.
د استخلاف لپاره اعداد
لومړیباید د استخلاف لپاره اعداد وشي او بيا له هغه وروسته د اسلام د تطبیق او بهر ته د هغه د حمل او پر ��ورو اديانو باندې د غلبې او اظهار په موخه د دښمن د ارهاب او ويرولو لپاره اعداد ترسره شي.
داستخلاف لپاره د رسول الله ﷺ اعداد په هغه دعوت کې نغښتی و چې؛ په مکه کې یې د فکري عمل او سیاسي مبارزې له لارې دعوت پیل کړ، له ﴿اقْرَأْ﴾ [العلق: ۱] څخه نیولې، له انصارو سره د دویمې عقبې تر بیعت او مدينې ته د هجرت تر فیصلې پورې، کوم چېدعوت د اهل قدرت له مادي او جګړهييزې وړتيا سره یو ځای شو او اسلامي دولت یې تاسيس کړ.
نبيکریم ﷺ د استخلاف لپاره د اعداد پر مهال، خپل سياسي حزب (اصحابو) سره یو ځای د مکې مشرکین له فکري او سیاسي لحاظه سخت وځپل، د دوی باطل عقاید، فاسد اقتصادي او ټولنیز نظامونه یې نقد کړل او پر ځای یې د اسلام ریښتینې حللارې او بدیلونه وړاندې کړل.
کله چې دعوت په مکه کې په ټپه ودرېد، نو رسول الله ﷺ له مکې بهر د قبایلو له مشرانو د نصرت او مادي ملاتړ غوښتنه وکړه. که څه هم اکثره قبایلو یې غوښتنه ونه منله، خو الله سبحانهوتعالی د یثرب له خلکو نصرت ورکړ او دا هغه نقطه وه چې رسول الله ﷺ یې د دولت بنسټ ایښودو ته ورساوه.
رسول الله ﷺ مصعب بن عمیر رضی الله عنه یثرب ته ولېږه چې خلک لهفکري او سیاسي پلوه له اسلام سره اشنا کړي او د ځواک خاوندان پکې خپل کړي. هغوی بیا د رسول الله �� نصرت وکړ، او دولت یې تاسیس کړ.
د اسلام د حمل او اظهار لپاره اعداد
کله چې دولت جوړ شو، نو دې اسلامي دولت عملاً د اسلام په تطبیق او نورو ته د دعوت او جهاد له لارې په حمل پیل وکړ، چې په لنډ وخت کې يې د خپلو کفري دښمنانو پر ضد غوڅ ګامونه پورته کړل؛ له بدره تر احد، حديبیې او د مکې تر فتحې چې قریش مغلوب شول او بې له دې چې د چا اوښکه تویې کړي، د اسلام یو ولایت وګرځېده.
نو د دولت له تاسيس وروسته د دولت د پیاوړي کېدو، په کور د ننه د اسلام د تطبیق او بهر ته د هغه د حمل لپاره اعداد پیل کيږي. له همدې امله اړينه ده چې اسلامي دولتباید واقعي خپلواکي ولري، څو د نورو له نفوذ څخه خلاص خپل سياسي ژوند ته ادامه ورکړي، نو لازمه ده چې پخپله صنعتي شي او وسلې جوړې کړي، له اساس څخه په خپله پرمختګ ورکړي، څو تل خپلواک پاتې شي، او هر وخت تر ټولو عصري او ځواکمنې وسلې ولري، هر څومره چې وسله پرمختګ کوي، هغومره دوی هم ورسره پر مختللي شي او هر ډول اړتیا لرونکي وسلې يې په واک کېوي، تر څو د هر ښکاره او پټ دښمن په زړونو کې وېره واچولی شي. ځکه په دې اړه الله سبحانهوتعالی فرمايي: ﴿وَأَعِدُّواْ لَهُم مَّا اسْتَطَعْتُم مِّن قُوَّةٍ وَمِن رِّبَاطِ الْخَيْلِ تُرْهِبُونَ بِهِ عَدُوَّ اللّهِ وَعَدُوَّكُمْ وَآخَرِينَ مِن دُونِهِمْ لاَ تَعْلَمُونَهُمُ اللّهُ يَعْلَمُهُمْ﴾ [الأنفال: [60 ژباړه: «او د هغوی لپاره تر خپله وسه هر ډول ځواک او د اسونو روزنې لپاره تیاری وکړئ، تر څو د الله سبحانهوتعالی دښمن، ستاسې دښمن، او هغه نور چې تاسې یې نه پېژنئ خو الله يې پېژني، وويروئ.» په همدغه اعداد (جګړهييز تياري) سره دولت د خپلې ارادې خاوند ګرځي، خپله وسله توليدوي، پخپله پراختيا ورکوي او تل د دې توان لري چې تر ټولو پرمختللې او پیاوړې وسلې ولري، څو ټول ښکاره او احتمالي دښمنان وويرولی شي.
د همدې لپاره، پر اسلامي دولت واجب ده چې خپله وسله په خپله جوړه کړي، نه دا چې په نورو هېوادونو پورې تړلی وي، ځکه له نورو هېوادونو څخه د وسلورانيول د نورو هېوادونو پر وړاندې، اسلامي دولت بېواکه کوي، ځکه هغوی د خپلې وسلېله مخې، د دولت د جګړې او پریکړو واک په خپل لاس کې اخلي.
د نننۍ نړۍ محسوس واقعيت دا دی، چې هغه هېوادونه چې وسله پلوري، هېڅکله هر ډول وسله نه پلوري – په ځانګړي ډول پرمختللې وسله – او که يې وپلوري، نو د ځا��ګړو شرايطو، لکه: د استفادې ډول، اندازه، او هدف له مخې یې پلوري. دغه هېوادونه هېڅکله د اخیستونکي هېواد له غوښتنې سره سم وروستۍ پرمختللې وسله نه ورکوي، ځکه پر هغوی باندې د ځواکمن کېدو سبب کيږي. دا کار وسله اخیستونکي هېوادونه، د نورو تر نفوذ لاندې راولي او که یاد هېواد له جګړې سره مخ شي، نو دا اړتیا څو برابره زياتېږي. په داسې حالت کې د وسلې پلورونکي هېواد واک نور هم پراخېږي، او د اخيستونکي هېواد اراده د هغوی تر فشار لاندې راځي، په ځانګړي ډول د جګړې پر مهال، چې دوی ډېرې وسلې ته اړ وي. نو دا هر څه د دې باعث کېږي چې پېر��نکی هېواد خپل تصمیم، جګړه او حتا شتون د هغه هېواد په واک کې ورکړي چې وسله ورکوي.
د پورتني الهي ارشاد او ذکر شوو واقعیتونو له امله، د اسلامي دولت لپاره واجب ده چې خپلې وسلې او هر ډول جګړهييز تجهيزات پخپله توليد کړي. دا کار تر هغه ممکن نه دی، تر څو چې دولت ثقیله صنایع خپله رامنځ ته نه کړي او پخپله فابريکې جوړې نه کړي، څو د درنو صنايعو توليد وکړي،هغه که نظامي وي او که غيرنظامي.
د دولت لپاره لازمه ده چې داسې فابريکې ولري چې وروستۍ پرمختللېاټومي وسلې، فضايي وسايل، توغندي، سپوږمکۍ، الوتکې، ټانکونه، توپونه، جنګي بېړۍ، زغرهوالوسایط، او ټول ډولونه درنې او سپکې وسلې ت��ليد کړي. همداراز، بايد د انجنونو، ماشينونو، موادو، برېښنايي تجهيزاتو، عامه ملکيت پورې اړوندو فابريکو، او هغو سپکو صنايعو فابريکو څښتن وي چې له نظامي تجهيزاتو سره اړخ لګوي.
د اسلام د حمل او اظهار لپاره د اعداد فرضیت
دا ټول د هغېوجيبې لپاره د چمتووالي يوه برخه ده چې الله سبحانهوتعالی پر مسلمانانو فرض کړې ده، لکه چې فرمايي: ﴿وَأَعِدُّواْ لَهُم مَّا اسْتَطَعْتُم مِّن قُوَّةٍ﴾ ژباړه: «د هغوی لپاره هر څومره چې ستاسې پهوسه وي قوت (ځواک) تيار کړئ.»
له بلې خوا اسلامي دولت – د دعوت او جهاد له لارې – د اسلامي دعوت د خپراوي دولت دی، نو هغه باید تل د جهاد لپاره چمتو وي او دا چمتووالی دا معنا لري چې ټول صنعت، که دروند وي، که سپک، باید پر جنګي او سياسي اساس جوړ شي، تر څو که هر وخت ورته اړتیا پېښه شوه، په آسانۍ سره دا ټولې فابريکې نظامي توليد ته واړوي.
نو له همدې امله، ټول صنعت باید د خلافت په دولت کې پر نظامي سياسي اساس جوړ شي، او ټولې فابريکې – که درانه توليدات ولري، که سپک – بايد د همدې سياسي پالیسۍ له مخې تنظيم شي، تر څو د اړتیا پر مهال د دوی توليد نظامي توليد ته واوړي.
رسول الله ﷺ د منجنيق او عرّاده (يو ډول زغرهوالې وسيلې، چې له دبّابې يا ټانک سره ورته والی لري) د جوړولو امر کړی و. روايت دی چې رسول الله ﷺ د طائف ښار محاصره کړ او د اوولسو ورځو لپاره يې د دوی پر وړاندې منجنيق نصب کړی و. بيهقي له أبو عبيدة رضي الله عنه څخه روايت کړی، چې ويلي يې دي: «ثم إن رسول الله صلى الله عليه وسلم حاصر أهل الطائف، ونصب عليهم المنجنيق سبعة عشر يوماً» ژباړه: «بيا رسول الله ﷺ د طائف خلک محاصره کړل، او اوولس ورځې يې پر هغوی منجنيق نصب کړی و.». همدا راز د واقدي په «المغازي» کې راغلي: "وَشَاوَرَ رَسُولُ اللَّهِ صلی الله عليه وسلم أَصْحَابَهُ، فَقَالَ لَهُ سَلْمَانُ الفَارِسِيُّ: يَا رَسُولَ اللَّهِ، أَرَى أَنْ تَنْصُبَ المِنْجَنِيقَ عَلَى حِصْنِهِمْ، فَإِنَّا كُنَّا بِأَرْضِ فَارِسَ نَنْصُبُ المِنْجَنِيقَاتِ عَلَى الحُصُونِ وَتُنْصَبُ عَلَيْنَا. فَنُصِيبُ مِنْ عَدُوِّنَا وَيُصِيبُ مَنَّا بِالمِنْجَنِيقِ، وَإِنْ لَمْ يَكُنْ المِنْجَنِيقُ طَالَ الثِّواءُ؛ فَأَمَرَهُ رَسُولُ اللَّهِ صلی الله عليه وسلم فَعَمِلَ مِنْجَنِيقاً بِيَدِهِ، فَنَصَبَهُ عَلَى حِصْنِ الطَّائِفِ ...". ژباړه: «رسول الله ﷺ له خپلو اصحابو سره مشوره وکړه، نو سلمان فارسي رض�� الله عنه ورته وويل: اې د الله رسوله! زما نظر دا دی چې د دوی پر کلاګانو (کلاګانو ته مخامخ) منجنيق نصب شي، موږ د فارس په ځمکه کې (د دوښمن) د کلاګانو پر وړاندې منجنيقونه نصبول او هغوی به زموږ پر وړاندې نصبول، نو موږ به هم د دوښمن لخوا د منجنيقونو په واسطه زيانمن کېدلو او دغه راز به دوښمن هم زموږ لخوا زيانمن کېده، خو که منجنيق نه وي، نو محاصره اوږدېږي. نو رسول الله ﷺ هغه ته د منجنيق جوړولو امر وکړ، هغه منجنيق په خپل لاس جوړ کړ او د طاي�� کلاګانو ته يې نصب کړ..».
ابن القيم او ابن هشام د ابن اسحاق له قوله ليکي: «حَتَّى إِذَا كَانَ يَوْمُ الشَّدْخَةِ عِنْدَ جِدَارِ الطَّائِفِ، دَخَلَ نَفَرٌ مِنْ أَصْحَابِ رَسُولِ اللَّهِ صلی الله عليه وسلم تَحْتَ دَبَّابَةٍ، ثُمَّ زَحَفُوا بِهَا إَلَى جِدَارِ الطَّائِفِ لِيَخْرُقُوهُ...» ژباړه: تر دې چې د طايف د دېوال د ماتېدو ورځ راورسېده، نو د رسول الله ﷺ څو تنه اصحاب په دبابه(اوسني زغرهوال ټانک) کې ورننوتل او د هغې په وسيله د طايف تر دېواله وروښووېدل، تر څو هغه مات کړي.»
دا روايتونه دا څرګندوي چې نظامي صنايع د خليفه مسؤليت دی او هغه له هر هغه چا مرسته اخيستی شي چې دا کار سمبالولی شي.
له همدې امله د نظامي فابريکو جوړونه فرض ده، ځکه الله تعالی فرمايي: ﴿وَأَعِدُّواْ لَهُم مَّا اسْتَطَعْتُم مِّن قُوَّةٍ وَمِن رِّبَاطِ الْخَيْلِ تُرْهِبُونَ بِهِ عَدُوَّ اللّهِ وَعَدُوَّكُمْ وَآخَرِينَ مِن دُونِهِمْ لاَ تَعْلَمُونَهُمُ اللّهُ يَعْلَمُهُمْ﴾ [الأنفال: 60] ژباړه: «او د هغوی (دښمنانو) لپاره هر څومره چې له وسه مو وي د قوت (ځواک) او د آسونو د روزنې تياری ونیسئ، تر څو د الله او خپل دښمن، او نور هغه خلک وويروئ چې تاسې یې نه پېژنئ، خو الله یې پېژني.» یعنې دا وېره يوازې د چمتووالي له لارې شونې ده او چمتووالی د فابريکو شتون ته اړتيا لري. نو دا آيت د دلالةالالتزام له مخې پر صنعتي فابريکو د وجوب حکم کوي.
همداراز الله جلشأنه فرمايي: ﴿وَالْخَيْلَ وَالْبِغَالَ وَالْحَمِيرَ لِتَرْكَبُوهَا وَزِينَةً﴾[النحل8:] ژباړه: «او آسونه، کچرې او خره مو د سورلۍ لپاره او د ښکلا لپاره پيدا کړي دي.» د همدې آيت په دوام کې الله تعالی فرمايي: ﴿وَيَخْلُقُ مَا لَا تَعْلَمُونَ﴾ [النحل8:] ژباړه: «او هغه څه (وسايل) هم پيدا کوي چې تاسې يې نه پېژنئ.» چې په دې آيت کې څرګنده اشاره ده، چې د جنګي وسايلو ډولونه د وخت، صنعت او پرمختګ له مخې بدلېدلی شي.
همداراز د جهاد د وجوب نور شرعي دلائل هم د التزام له مخې پر فابريکو د وجوب حکم کوي. په صحيح البخاري کې له عروة البارق�� څخه روايت شوی چې رسول الله ﷺ وفرمايل: «الْخَيْلُ مَعْقُودٌ فِي نَوَاصِيهَا الْخَيْرُ إِلَى يَوْمِ الْقِيَامَةِ، الأجرُ والمغنم» ژباړه: خير تر قيامته پورې د اس د تندي په ويښتانو پورې غوټه دی: ثواب او غنيمت.» ځکه آسونه د اوږدې مودې لپاره اغېزناکه جنګي وسيله وه. عربو او عجمو دواړو دا په خپلو جګړو او بيړنيو انتقالاتو کې استعمال کړي، سلګونه کاله دا د اساسي تجهيزاتو ��رخه وه. له همدې امله، د آسونو يادونه په قرآن، عربي شعر او د ملتونو په فرهنګ کې ډېره زياته شوې ده، چې بيان يې پراخ دی او شمېرل يې ګران دي.
د «رباط الخیل» په څیر تر ټول امکانه پورې ځواک او قوت هم فرض شوی او دا «قوه» هماغه رمي او ويشتل دي. مسلم له عقبه بن عامر رضي الله عنه څخه روايت کړی، هغه وايي: له رسول الله ﷺ څخه مې اوريدلي چې پر منبر يې فرمايل: «﴿وَأَعِدُّوا لَهُم مَّا اسْتَطَعْتُم مِّن قُوَّةٍ﴾ أَلاَ إِنَّ الْقُوَّةَ الرَّمْيُ، أَلاَ إِنَّ الْقُوَّةَ الرَّمْيُ، أَلاَ إِنَّ الْقُوَّةَ الرَّمْيُ». ژباړه: «او (اې مومنانو) د دوی (کافرانو سره د جګړې لپاره) څومره چې م�� وس کېږي ځواک ... چمتو کړئ» پوه شئ چې ځواک غشي ويشتل دي، پوه شئ چې ځواک غشي ويشتل دي، پوه شئ چې ځواک غشي ويشتل دي.
همداراز نبي ﷺ فرمايي: «إِنَّ اللَّهَ عَزَّ وَجَلَّ يُدْخِلُ بِالسَّهْمِ الْوَاحِدِ ثَلاَثَةَ نَفَرٍ الْجَنَّةَ: صَانِعَهُ يَحْتَسِبُ فِي صَنْعَتِهِ الْخَيْرَ، وَالرَّامِيَ بِهِ، وَمُنْبِلَهُ، وَارْمُوا وَارْكَبُوا، وَأَنْ تَرْمُوا أَحَبُّ إِلَيَّ مِنْ أَنْ تَرْكَبُوا» (رواه ابو داود) ژباړه: «الله عز وجل په يوه غشي درې کسه جنت ته داخلوي: د غشي جوړوونکی چې د خير (الله د رضا) په انګېزه يې جوړوي، د غشي ويشتونکی او ويشتونکي ته غشی ورکوونکی. غشي ويشتنه (فير) او اس سپرېدنه وکړئ او تر اس سپرېدو مو زه غشي ويشتو (فير کولو) ته ترجيح ورکوم.»
رمي (یا فیر او ویشتل) د تاریخ په اوږدو کې د ابتدایي وسایلو – لکه ډبرو، غشو، نیزو او لیندۍ – څخه پیل شوی، وروسته منجنیق ته رسېدلی او بیا يې د اورویشونکو وسلو شکل غوره کړی. نن سبا رمي، لکه څنګه چېپوهېږو، توپونه، ټانکونه، راکټویشتونکې، جنګي الوتکې، راکټونهاو بالستيک او هايپرسونيک توغندي دي، چې ځینې یې اټومي، کیمیاوي او بيولوژيکي سرونه لېږدوي. همدا رمي ده چې پرې جګړې ګټل شوي، همدا ده چې س��رو هېوادونو پرې خپلې جګړې فېصله کړي دي.
همداراز هغه شرعي قاعده چې فقهاء پرې استدلال کوي، وايي: «ما لا يتم الواجب إلا به فهو واجب» ژباړه: «هغه څه چې پرته له هغه واجب نه پوره کېږي، نو هغه هم واجب دی.» نو دا چې جهاد واجب دی او جهاد له وسلو او تجهيزاتو پرته نه ترسره کېږي، نو تجهيزات او وسلې لرل او جوړول هم واجب دي او تجهيزات او وسلې د فابريکو له لارې برابرېږي.
نو اې مسلمانانو!
موږ تر امريکا، یهودي دولت او نورو کفري هېوادونو ډېر حقدار يو چې د رمي وسايل (دفاعي او هجومي وسلې) ولرو. موږ يو چې رمي ته اړ يو، تر څو اسلام خپور کړو او د طاغوتي او جاهلي نظامونو جرړې له ځمکې وباسو.
موږ د جګړو اتلان يو، د فتحو خاوندان يو — هماغه چې د بدر، حديبيې، يرموک، قادسيې، حطين او عين جالوت غوندې معر��ې مو وګټلې. موږ هغه قوم يو چې د درېيم آسمان ملائکو زموږ تر څنګ جګړه وکړه. موږ يو چې اسلامبول (قسطنطنيه) مو فتحه کړه او موږ به ډېر ژر انشاءالله روم (روما) هم فتحه کړو.
موږ د "البقرة" او "آل عمران" اصحاب یو. موږ هغه یو چې د "عموريه" له ښار څخه د مظلومې مسلمانې چيغې ته مو په توره او فتحه ځواب ورکړ. موږ هغه یو چې الله موږ ته د استخلاف، تمکین او امنوعدې راکړي دي. موږ هغه امت یو چې الله موږ ته د نصر حتمي ژمنه راکړې. الله تعالی فرمايي: ﴿وَكَانَ حَقًّا عَلَيْنَا نَصْرُ الْمُؤْمِنِينَ﴾ [الروم:47] ژباړه: «او د مؤمنانو مرسته زموږ (په غاړه) یو حق دی.»
نو اې مسلمانانو!
که فکر او سیاست سم شي، اقتصادي لګښتونه هم سميږي. که فکر او سیاست سم شي، نظامي صنعت به هم سم شي. که فکر او سیاست سم شي، د خلکو وینې، مالونه او عزتونه بهخوندي شي. که فکر او سیاست د مسلمانانو په منځ کې سم شي، ټوله نړۍ به ډېره ژر سمه شي.
خو د فکر او سیاست د سمېدو معنا دا ده: چې له یوه امام (خلیفه) سره د دې لپاره بیعت وشي چې د الله کتاب او د رسول ﷺ سنت نافذ کړي او د اسلام رسالت د نړۍټولو انسانانو ته ورسوي. ځکه الله سبحانهوتعالی موږ ته له دغه استضعاف وروسته د استخلاف وعده راکړې او رسول الله ﷺ يې موږ ته زېری راکړی چې: «ثم تكون خلافة على منهاج النبوة، تعمل في الناس بسنة النبي، ويلقي الإسلام جِرانَه في الأرض، يرضى عنها ساكن السماء وساكن الأرض، لا تدع السماء من قطر إلا صبته مدراراً، ولا تدع الأرض من نباتها ولا بركاتها شيئاً إلا أخرجته» رواه أحمد، وقال العراقي: حسن صحيح. ژباړه: «بيا به د نبوت پر منهج خلافت وي،چې د خلکو په منځ کې به د نبي ﷺ د سنتو له مخې عمل (سیاست) وکړياو اسلام به خپل اغیز په ټوله ځمکه کې خپور کړي، چې د آسمان او ځمکې اوسېدونکي به پرې راضي وي. آسمان به هېڅ باران نه سپموي، مګر پرلهپسې به یې اوروياو ځمکه به له خپلې زرغونۍ او برکتونو هېڅ پټ نه کړي، ټول به راوباسي.» نو اې الله! هغه ورځ را نږدې کړه او موږ د راشده خلافت له عسکرو، شاهدانو او شهيدانو څخه وګرځوه. آمين.
#اعداد_فرض_دی
#اعداد_فرض_است
جنگ یرموک؛ نمونهای روشن از اِعداد نظامی و فکری در تاریخ اسلام
داکتر عبدالرحمن عرفان
جنگ یرموک یکی از بزرگترین و سرنوشتسازترین جنگهای صدر اسلام است که در سال ۱۵ هجری، میان لشکر مسلمانان به رهبری خالد بن ولید رضی الله عنه و لشکر روم شرقی (بیزانس) بهوقوع پی��ست. این جنگ در منطقهای میان سوریه و اردن امروزی رُخ داد و دروازه شام را برای اسلام گشود. پس از فتح شام، نیروهای روم شرقی و قبایل عرب مسیحی متحد آنها، بارها در صدد بازپسگیری مناطق تحت اداره مسلمانان برآمدند. طبق روایت طبری، امپراتور روم، هِرَقل، لشکری متشکل از حدود ۱۰۰ هزار نفر را برای عقب راندن مسلمانان تجهیز کرد. خلیفه دوم، حضرت عمر رضیالله عنه، با آگاهی از این تهدید، به مسلمانان دستور داد تا قبل از رسیدن ارتش روم، وارد عمل شوند.
لشکر مسلمانان حدود ۳۰ تا ۳۵ هزار نفر بود. رهبری کُل نظامی به خالد بن ولید رضی الله عنه واگذار شده بود؛ کسی که تجربه زیاد نظامی به خصوص در مقابل فارس داشت. ابن کثیر در شرح این جنگ روایت میکند که خالد بن ولید رضی الله عنه با بررسی منطقه، میدان جنگ را به گونهای انتخاب کرد که از تحرک و برتری عددی دشمن کاسته شود. منطقه یرموک دارای تپهها و درههای ��بیعی بود که مانور ارتش روم را دشوار میساخت.
لشکر مسلمانان بر اساس قبایل تنظیم شده بود و میان صفوف، هماهنگی و انضباط وجود داشت. روحیه شهادت طلبی، اطاعت از امراء و آمادگی بهتر نظامی از نقاط قوت مسلمانان بود. استفاده از تاکتیکهای حمله ناگهانی و تمرکز ضربه در نقاط ضعف دشمن روشهایی بودند که در پیروزی نقش اساسی داشتند.
جنگ یرموک چند روز ادامه یافت و سرانجام با شکست کامل لشکر روم پایان یافت. هزاران سرباز رومی کشته شدند و بسیاری دیگر فرار کردند و در نتیجه امپراتور روم تصمیم گرفت از شام بصورت کُلی عقبنشینی کند.
پس از یرموک، مناطق کلیدی مانند دمشق، حمص و فلسطین به��صورت در دست مسلمانان افتاد و امپراتوری بیزانس عملاً نفوذ خود را در شام از دست داد. این جنگ، زمینهساز فتوحات بعدی در مصر و شمال افریقا نیز شد.
از جنگ یرموک نسل امروزی چه عبرت گرفته میتواند؟
جنگ یرموک تنها یک درگیری نظامی نبود؛ بلکه مثال عملی از اِعداد در سطح نظامی و فکری بود. مسلمانان در آن زمان با وجود کمبود در تجهیزات، با تصمیمگیری درست، وحدت، توکُل، روحیه شهادت طلبی، رهبری قوی و مخلص توانستند امپراتوری بزرگ روم را شکست دهند.
در مقابل، امروز جهان اسلام در ضعیفترین حالت قرار دارد. برخی از حُکام سرزمینهای اسلامی از نام امریکا و غرب میترسند، چه برسد به مقابله یا ایستادگی در برابر آنها. اما جنگ یرموک ثابت میسازد که اگر مسلمانان به احکام الله سبحانه وتعالی و سنت رسول گرامی اش صلی الله علیه وسلم چنگ بزنند و در میان خود براساس عقیده اسلامی وحدت و برادری ایجاد کنند و از رهبران بزدل و ترسو و نوکر غرب فاصله بگیرند و واقعاً چنگ زدن به اسلام را راه عزت و پیروزی ببینند، هیچ قدرت خارجی نمیتواند آنها را تحقیر یا مغلوب سازد.
جنگ یرموک برای امروز ما درسی زنده است؛ اینکه امت اسلامی با امکانات محدود، اما با هدف روشن، رهبری شجاع، و اِعداد دقیق، میتواند در برابر دشمن مجهز ایستادگی کند. این الگو امروز در جنگ غزه و ��نگ ایران با اسرائیل دیده میشود. در غزه، مجاهدین با امکانات بسیار ابتدایی، با روحیه قوی، با وجود محاصره و فشار شدید، با تاکتیکها و ابتکارات نظامی شان دولت یهود را به چالش کشیدند. اگر جهان اسلام از عبرت یرموک بیاموزد و بهجای وابستگی به غرب، روی وحدت، برنامه و باور به توانایی خود تکیه کند، میتوانند حتی در برابر قویترین قدرتها نیز پیروز شوند.
#اعداد_فرض_دی
#اعداد_فرض_است