ښا! دا مو ومنل چې اغاصیب د سندرو پهٔ مورد وویل چې ممکن اورېدلې یې وي او که ګناه وي نو خدای دې وبښي.
دا چې ګنا ده کنا او ولې یې دغسې وویل؛ دا هم نهٔ پوښتم!!!.
دغه لنډ بل کلیپ واورئ! جناب اغا صیب خبریال ته وایي چې جومات زما د کاروبار او د تجارت میدان دی، که دی یا ملایان څه وایي نو دا به یې د محبوبیت یا اعتبار هڅه وي.
جناب اغا صیب! ښهٔ شول چې د شهرت کاذبه هڅه دې قوم او ملت کې د محبوبیت پر ځای د نفرت سبب شو، که وجدان دې ژوندۍ وي؛ خپلو مقتدیانو ته به پهٔ پورته سترګه ونهٔ ګورې.
اغا صیب! ته به له سیکولرانو یا متأثر او یا د دوی پهٔ منافقت علم نلرې، زه به مو ور پام کړم! سیکولران د ځینو کرښو ماتولو پهٔ موخه علماء کاروي، د لاوډسپیکر په توګه ورڅخه استفاده کوي او ځینې تنازلاتو ته یې اړ باسي.
هاغه دی ستاسو له خولې یې وویستل چې سندرې اورېدل یو عادي عمل او د کراماتو او شعائرو پهٔ توګه د علماوو څرګندونې یو دنیاوي مارکیټنګ دی.