د تاریخ مینهوالو لپاره ستر زېری!
سلطان صلاحالدین ایوبي رحمه الله
د اسلامي تاریخ د یوه ستر اتل د بیتالمقدس د فاتح او د مسلمانانو د ویاړمن شخصیت سلطان صلاحالدین ایوبي رحمه الله د ژوند او مبارزو په اړه یو ارزښتناک تاریخي اثر چې له عربي ژبې څخه پښتو ته ژباړل شوی ډېر ژر د کتاب مینهوالو په لاسونو کې دی!
📖 دا کتاب ولې ځانګړی دی؟
د ��لطان صلاحالدین ایوبي رحمه الله د ژوند، مبارزو او تاریخي پېښو په اړه په پښتو ژبه کي د یوه مستند او رښتیني تاریخي اثر تشه د دې کتاب د ژباړې له مهمو موخو څخه وه.
تر دې وړاندې د «ایمان پلورونکی» په نوم ناول هم په پښتو ژبه کې شته خو هغه یو تاریخي ناول دی په دې اثر کې بیا هڅه شوې چې د سلطان صلاحالدین ایوبي رحمه الله رښتینی تاریخ او مستندې تاریخي پېښې وړاندې شي نه افسانوي کیسې.
دا ارزښتناک تاریخي اثر د فکري جوړښت/ محسن احسان ادارې له خوا له عربي ژبې څخه پښتو ته د خالد احمد صاحب په مټ ژباړل شوی دی د نوموړي ادارې موخه دا ده چې د اسلامي تاریخ ارزښتمن آثار پښتو ژبې ته وژبا��ي د تاریخ مینهوالو ته یې ورسوي او د اسلامي امت د ویاړمنو شخصیتونو له ژوند او کارنامو سره د نوي نسل اړیکه پیاوړې کړي.
د ژباړې او چاپ معلومات:
ژباړه: فکري جوړښت اداره / محسن احسان
چاپ: مستقبل خپرندویه ټولنه - انتشارات مستقبل اداره
د کتاب د خپرېدو نېټه: په راتلونکې یوه اونۍ کې!
له ټولو درنو ملګرو د تاریخ له مینهوالو او د کتاب له مینوالو څخه په درنښت غوښتنه کوو چې دا لیکنه له خپلو ملګرو سره شریکه کړي څو د دې ارزښتناک اثر خبر تر ټولو خلکو پورې ورسېږي.
راځئ د خپل تاریخ د پېژندنې او د علمي او تاریخي آثارو د خپرېدو په دې هڅه کې یو له بل سره مرسته وکړو.
د یوه ستر اتل د رښتیني تاریخ یوه نوې پښتو پاڼه
ډېر ژر په بازار کې!