امارته ددې مظلوم ولس غږ واوره مخکې له دې چې د دوی آه او فریاد د خالق تر بېنیازه درباره ورسېږي.
که د قادر او مطلق رب اراده درته بدله شي، نو هغه دومره غني، او بېنیازه دی چې د هیڅ بزرګ او مجاهد اطاعت یا شتون ته یوه ذره اړتیا نه لري او بیاد پښېمانۍ او حسرت اوښکې ګټه نه رسوي
1/2
پریږدئ چې خلک پر دولت خپل سالم او مسئولانه انتقاد وکړي، ځکه همدا انتقاد د فساد د مخنیوي یوه مهمه او اغېزمنه وسیله ده. د خلکو تحقیر او چوپول نه یوازې ستونزې نه حلوي، بلکې لا یې زیاتوي. سالم انتقاد د ولس مشروع او اساسي حق دی، او باید درناوی یې وشي.
د تاریخ په پاڼو کې لولو
1/2
پیاوړی نظام
برجسته امنیتی ځواکونه
فعال سیستم
قوي سوق اداره
قوي استخبارات
بیدار ځانګړي قطعات
دا د موبایلونو غله څه چې ډیرې قوي فتنې له منځه یوړل شوې.
په نظامی برخه کې لله الحمد موږ په پنځو کلونو کې د شلو کلونو مزل وواهه .
شریر ګاونډی هم دا درک کړه
@rahimfida313 له جمهوریت بیرغ او سرود ور اخوا ، یې کومه خبره غلطه ده لږ په خپل ګریوان کې هم سر ټیټه وئ . وایي ،
چې مدام د بل عیبونو ته نظر کړې.
خدای تر خپله عیبه څنګه ناخبر کړې.
مبارزه دیته نه وایي چې ته صرف د نظام صفتونه کوه او د غلامۍ طوق پر غاړه ګرزوه. نظام اصلاحي انتقادونو ته ضرورت لري.
د انسان او الله تعالی ترمنځ هېڅ ډول اشتراک نشته. د اخلاص سورت هر ډول شرک، شراکت او د الله تعالی لپاره د سیال، شریک او مثل تصور ردوي. الله یو دی، بېنیازه دی، نه پلار دی او نه زوی، نه سیال لري او نه برابر. نه پېغمبران، نه اولیاء، نه نبیان، نه پیران او نه بل هېڅ مخلوق د هغه په ذات، صفاتو او واک کې شریک یا د هغه مثل کېدای شي.
قرآن کریم انسان د ځمکې اوسېدونکی او د نسلونو یو د بل ځایناستی معرفي کوي، نه دا چې څوک د الله تعالی په ذاتي معنا نایب او استازی وي. انسانان یو د بل خلف او سلف دي، خو هېڅوک د الله تعالی په استازیتوب ځانګړی الهي امتیاز نه لري.
همدارنګه، علماء او ملایان هم د الله تعالی نایبان یا د هغه د دین مطلق واکمنان نه دي. که د «العلماء ورثة الأنبياء» حدیث منل کېږي، نو د ډېری علماوو د تفسیر له مخې مراد یې د علم او هدایت وراثت دی، نه د نبوت، الهي واک، عصمت او د خلکو پر برخلیک د مطلقې واکمنۍ وراثت. له همدې امله، هېڅوک حق نه لري د الله یا د رسول ﷺ په نوم ځان د خلکو مطلق استازی او بېپوښتنې واکمن معرفي کړي.
الله تعالی الصمد دی؛ بېنیازه او پر هر څه قادر دی. هغه هېڅ نایب، شریک یا استازي ته اړتیا نه لري. د انسان دنده یوازې د الله عبادت، د هغه د هدایت پیروي او د عدل او تقوا پر بنسټ ژوند کول دي، نه دا چې د الله په نوم پر نورو د الهي استازیتوب ادعا وکړي.