که خبره د واک قدرت او اقتدار نه وې د اسلام شریعت علم پوهی او تقوا وې نو باید چې د ملا صیب هبته الله پر ځاې دغه دینی عالم د افغانستان امیر وټاکل شې ❤️
ایا ریښتیا الله تبارک وتعالی مونږ ته په قران کریم او رسول الله صله الله علیه وسلم په احدیثو کې دینی او دنیاوې علم جلا کړې ؟
نه بلکل نه ما درته دلته لاندې د قرآن کریم آیتونه او احادیث راټول کړي دي چې ښيي علم په اسلام کې د دیني او دنیاوي په نوم نه دی جلا شوی، بلکې ټول علم د الله جل جلاله د پېژندنې او انسان د فلاح لپاره دی.
⸻
📖 د قرآن کریم آیتونه
1. سورة المجادله، آیت 11
يَرْفَعِ ٱللَّهُ ٱلَّذِينَ آمَنُوا۟ مِنكُمْ وَٱلَّذِينَ أُوتُوا۟ ٱلْعِلْمَ دَرَجَـٰتٍۢ ۚ
“الله هغه کسان چې ایمان یې راوړی او هغوی چې علم ورکړل شوی دی، د درجې له مخې لوړوي.”
دلته الله تعالی مطلق علم یاد کړی، نه یې دیني او دنیاوي جلا کړی.
⸻
2. سورة طه، آیت 114
وَقُل رَّبِّ زِدْنِي عِلْمًا
“ووايه: اې زما ربه! زما علم زیات کړه!”
📌 دا د رسول الله ﷺ دعا ده، چې الله تعالی نه یې علم غوښت، او دا علم مطلق دی – نه یوازې د دین علم.
⸻
3. سورة الزمر، آیت 9
قُلْ هَلْ يَسْتَوِي ٱلَّذِينَ يَعْلَمُونَ وَٱلَّذِينَ لَا يَعْلَمُونَ ۗ
“ووايه: ایا برابر دي هغه څوک چې پوهېږي او هغه چې نه پوهېږي؟”
⸻
📜 احادیث نبوي ﷺ
1. طلب العلم فریضة علی کل مسلم
“د علم زده کړه پر هر مسلمان (نر او ښځه) فرض ده.”
📘 (ابن ماجه، حدیث: 224)
دا حدیث عام دی؛ نه یوازې دیني علم، بلکې هر هغه علم چې انسان ته خیر رسوي، پکې شامل دی.
⸻
2. من سلك طريقًا يلتمس فيه علمًا، سهل الله له به طريقًا إلى الجنة
“څوک چې د علم زده کړې په نیت یو لوری ونیسي، الله ورته د جنت لاره اسانه کوي.”
📘 (صحیح مسلم، حدیث: 2699)
⸻
3. الحکمة ضالة المؤمن، فحيث وجدها فهو أحق بها
“حکمت (علم) د مؤمن ورک شوی شی دی، چېرته یې ومومي، هغه پوره حق لري چې هغه واخلي.”
📘 (ترمذي، حدیث: 2687)
📌 دا حدیث ښيي چې حتی که علم له غیر مسلمان یا غیر دیني سرچینې هم ترلاسه شي، دا بیا هم مؤمن ته مشروع او ارزښتناک دی.
⸻
✅ پایله:
•په قرآن او سنتو کې د دیني او دنیاوي علم ترمنځ هېڅ تفکیک نه دی شوی.
•ټول علم که د دین وي یا د دنیا (طب، فزیک، انجنیرۍ…)، که نیت پکې د الله رضا وي، دا عبادت او فضیلت لري.
•د علم د جلا والي نظریه د اسلام له اصلي روح سره مخالفت لري.
@jason_c_howk@CrystalBayat37 Jason, I believe before everything we the Afghan need a clear path, a well described paper in which all afghans get a meaningful message. So we have to focus on creating a good plan, policy and Rawayat, otherwise we are putting fire for ourselves which foolish people does.
@SayedSamiSadat@MasoodBakhtawa2 @koshsadat Please don’t give up, you two are legends. I live in Utah but out of state unfortunately, I really wish to meet you two heroes.
@ForeignOfficePk NDS has not only one but 1000 proof that it’s you (Pak) behind every single terr attack in Afghanistan. It has been delivered to you too hundreds times, you still denied, such a shame. @calxandr is 100% correct, and told the truth.
All a soldier needs is a strong leader. We will fight to the death - without food or pay -
but need and deserve good leadership. With it, we are undefeatable. But without leadership that is free from political interference, more soldiers will abandon the fight.