چې ظلم دې علني کړ، حساب یې هم علني ومنه
وايي:
«نقد خپله طریقه لري، علني نه کېږي»
خو پوښتنه دا ده
ته خپله کومه طریقه تعقیبوې؟
ته:
فرمان په میډیا خپروې
سزا په میډیا اعلانوي
بندیز په میډیا لګوې
د خلکو عزت، نوم او راتلونکی
د زرګونو سترګو مخې ته تباه کوې
خو بیا وایې:
«نصیحت ولې په میډیا کوئ؟»
دا شریعت نه دی—
دا سپین سترګی تضاد دی.
فقه د دوهمخیتوب اجازه نه ورکوي
هو، فقه وایي: که نقد فتنه ��وړوي، منع دی.
خو فقه دا هم وایي:
هر منکر چې علني شي، انکار یې هم علني دی
که:
ظلم دې پټ وای → نصیحت به پټ وای
فیصله دې پټه وای → نقد به پټ وای
خو ته خپله:
منکر علني کوې،
بیا د حق خبره پټول غواړې!
دا فقه نه ده،
دا د فقه تحریف دی.
دا د «فتنې» نوم نه، د فتنې تجارت دی
هره پوښتنه → فتنه
هر نقد → فتنه
هر حساب → فتنه
خو عجیبه دا ده:
ستا ظلم فتنه نه ده
ستا بېعدالتي فتنه نه ده
ستا د خلکو سپکاوی فتنه نه ده
خو:
د مظلوم غږ فتنه ده؟
که دا منطق ومنو، نو فرعون هم حق لاره.
شرم، حیا او عزت چا تر پښو لاندې کړل؟
ته:
د مسلمان تصویر خپروې
د هغه نوم بدناموې
بېمحکمې یې مجرم اعلانوې
خو بیا د حیا درس ورکوې؟
که رښتیا:
شرم وای
حیا وای
د مسلمان عزت ارزښت درلودلای
نو:
د خلکو حیثیت به دې
د میډیا په بازار کې نه ليلام کاوه.
دا خبره په غوږ کې واچوئ
هغه نظام چې:
په میډیا واک چلوې
په میډیا خلک وېروي
په میډیا سزا اعلانوي
بیا:
د میډیا حساب څخه نه شي تښتېدلی.
دا:
نه فتنه ده
نه بغاوت
دا شرعي، انساني او اسلامي حق دی.
وروستۍ خبره
که تاسې:
شریعت وایاست
نو عدالت ومنئ
که:
دین یادوئ
نو حساب ومنئ
او که:
د حق له خبرې وېرېږئ
نو ستونزه په حق کې نه ده،
ستونزه ستاسو په ظلم کې ده.
نو که کولی شئ، زموږ دا دریځ راواړوئ؛
ښه ځان ستړی کړئ، که کومه نوې بهانه مو په لاس درغله،
بېغمه شئ—
هغه به هم په سند، دلیل او علم درځواب کړو
عبدالحنان حق ویون
د طالبانو بدیل زه یم:
زه پرتاسي حکومت کوم:
زما په حکومت کې به ټوله مدرسې تړل کیږي او دیني علما به د مکتب څخه فارغیږي او بیا به شرعیات رشته لولي او وروسته به ماسټري او دکتو��ا اخلي او بیا به په مسجد کې ملا کیږي او د ملا بست به اول بست وي، یو تور پلیټ موټر او ۱۵۰ لیټره تیل او یو لک افغانی معاش ورته ټاکم او هر ملا به په مسجد کې دننه کور لري چې په کور کې به یې ټول د ژوند سهولتونه موجود وي او د دیني علماو لپاره به محدوده کسان ټاکل کیږي چې تر ضرورت به اضافه نه پریږدم چې ملایان شي:
د اوسني ټولو ملایانو څخه ملایي اخلم: که کوم ملا شرارت کوی د خرو فارم ته یې لږ�� او هلته یې تړم.
د ټولو مدرسو د تعمیرونو څځه به د مصنوي ځرکتیا (AI) تعلیمي مرکزونه جوړوم او ټول ځوانان به مو په تکنالوژي اخته وي، ځکه اسلام ته په لواط.ت خانو خدمت نکیږي که اسلام ته خدمت کوې نو په تکنالوژی کې به مجاهدین روزې.
طالبان به زما په حکومت کې جزیه ورکوي او د نجونو او هلکانو تعلیم به جبري وي که چا خپل لور یا زوی مکتب ته نه پریښود هغوی هم د خرو په فارم کې تړم.
زما په رهبری کې به ستاسو د فقر مسؤل عثمان نورزی وي نه خدای.
رهبر به یوازي ملت ټاکي او که ملت رایه رانکړي په زوره به هیڅ څوک پر افغان ولس د حکومت حق نلري.
#ملي_قیام_۱۵_مارچ_۲۰۲۶