د طالبانو پوهنې وزير حبيب الله اغا د زنا پر مهال د طالبانو د نيولو شويو غړو او پر هغوی د حد نه جاري کولو غبرګونونو ته په ځواب کې ويلي، دا کتابي مسئله ده چې څوک پر زنا ونيول شول او ښځې او نر دواړو وويل، چې دوی دغه زنا له مجبوريت او د پيسو لپاره کړې وه، نو له حد څخه خلاصېږي.
نوموړی همدارنګه د زنا لپاره «موقتي نکاح» هم تاييدوي.
طالب وزير داسې مهال خپلو غړو ته د «پيسو» او «موقتي نکاح يا صيغې» په بدل کې زنا روا بولي، چې تر اوسه يې په همدې جرمونو په نيول شويو سلګونه عامو خلکو په عام محضر کې حدود جاري کړي دي.
Zakia Ahmad, also known as "River", makes history by becoming the first Afghan woman to summit Mount Everest, the world's highest mountain
https://t.co/Q8Bba7LUz8
Laws should protect citizens, defend human dignity, and secure freedom and justice. Under Taliban rule in Afghanistan, laws are being created to silence women, strip them of their rights, and erase them from society.
Now, under a new Taliban family law, the silence of a girl after puberty can be treated as consent to marriage.
First, they banned girls from schools.
Then from universities.
Then, from public life, work, and freedom.
Now, even their silence is being weaponized against them.
A society that strips girls of education, voice, and choice is not protecting morality it is institutionalizing oppression.
The world, Muslim scholars, human rights defenders, and every person with a conscience must speak out. The world must stop normalizing the destruction of Afghan women’s rights and human dignity. #StandWithAfghanWomen
زموږ وطن د ویجاړۍ تر غاړې ولاړ دی، او تر ټولو لویه تراژیدي دا ده چې موږ لا هم سره یو نه یو.
نن افغانستان په داسې یو وضعیت کې دی چې زموږ ارزښتونه، هویت او راتلونکی تر جدي ګواښ لاندې دي. نږدې پنځه کاله کېږي چې زموږ لوڼې له زدهکړو محرومې دي؛ مکتبونه تړل شوي، پوهنتونونه بند دي، او ښځې له کار څخه منع شوې دي. د ټولنې نیمایي برخه له خپلو اساسي انساني حقونو بېبرخې شوې ده. دا یوازې د نجونو او ښځو ستونزه نه ده؛ بلکې د ټول افغانستان د راتلونکي ځپنه ده.
دا حالت تصادفي نه دی دا د تاریخ تکرار دی. د ښځو او نجونو پر وړاندې دا سیستماتیک ظلم نه زموږ له کلتور سرچینه اخلي او نه زموږ له عقیدې؛ دا د هغو سیاستونو پایله ده چې تل یې د افغان ملت د کمزوري کولو لپاره کار کړی دی.
افغانستان نن هغو لاسونو کې دی چې د پردیو په فکر روزل شوي؛ هغو چې په تېرو شلو کلونو کې یې دا وطن ټوټې ټوټې کړ، زرګونه افغانان یې ووژل، کورنۍ یې بېسرپرسته کړې، ماشومان یې یتیمان کړل او راتلونکی یې وران کړ.
په همدې حال کې، یو بل حیاتي حقیقت دا دی:
ډیورند یوه فرضي او تحمیلي کرښه ده او زموږ ملت یې هېڅکله په رسمیت نه پېژني.
د دې کرښې په اړه پرېکړه د افغانستان د ټول ملت حق دی، نه د څو افرادو شخصي نظر. هېڅ فرد یا ډله نشي کولای د میلیونونو افغانانو د تاریخ، هویت او خاورې په اړه فیصله وکړي.
خو سره له دومره بحرانونو چې زموږ وطن ورسره مخ دی، موږ لا هم د شخصي عقدو، سیاسي رقابتونو او بېباورۍ ښکار یو حال دا چې باید د خپل وطن د ژغورنې لپاره سره یو موټی وای.
بدلون یوازې په خبرو نه راځي؛ بدلون شعوري فکر، ستراتېژي، حوصله او ګډ عمل غواړي.
نو راځئ:
– د قوم، ژبې او سمت له کرښو پورته شو
– تعلیم، عدالت او ازاد فکر ته لومړیتوب ورکړو
– او د یوه نوي، ملي او واقعي بدیل بنسټ کېږدو
موږ باید یو شو که نه، ورک کېږو.
که نن چوپ پاتې شو،
سبا به تاریخ ولیکي چې موږ د خپل وطن د ماتې ننداره وکړه او هېڅ مو ونه کړل.
هو، بالکل ستاسو “نظام” مثال رښتیا هم نه لري.
ځکه په تاریخ کې به کم داسې نظام وي چې پنځه کاله پرلهپسې د یو ملت نیمه برخه، یعنې نجونې، له مکتب او زدهکړې محرومې کړي او دا عادي خبره وګڼي.
ستاسو د نظام “بېمثالي” په دې کې ده چې:
نجونې مو له تعلیم محرومې کړې،
ملت مو له راتلونکي بېبرخې کړ،
او یو بشپړ نسل مو د ناپوهۍ تیارو ته ټېل وهلی دی.
هو، تاسو بېمثاله یاست
ځکه:
نه جرګه منئ
نه انتخابات منئ
نه شورا منئ
نه اساسي قانون منئ
نه ملي ارزښتونه منئ
نه عصري علوم منئ
نه د ښځو حقونه منئ
نه د خلکو غږ او انتقاد منئ
لنډه دا چې:
ستاسو نظام یوازې په بندیز، انکار او محرومیت ولاړ دی او همدا “بېمثاله” کړی دی.
Deprived of education, Afghan girls in Kabul are once again courageously raising their voices, demanding their most fundamental human right—the right to learn.
#Stand with girls’ education.