#قلندر یم سمندر مي پر اوږو ده
دومره دنګ یم چي غر مي پر اوږو ده
د ډار ښار ده پټ له ځان سره بوڼېږم
نه کفن ده نه څادر مي پر اوږو ده
په غورځنګ مي خوږمن زړه ده په سینه کي
د خود داره نشې سر مي پر اوږو ده
مات ګامونه وهم وړمه تش لاسونه
ماځیګر ده پورته لمر مي پر اوږو ده
ځم روان یم رسوم یې بتکدې ته
وظیفه د پېغمبر مي پر اوږو ده
غورځوم یې د اټک دریاب پر غاړه
اغزن تار د لرو بر مي پر اوږو ده
زه وهلی، زه تړلی، زه وژلی
هغه لاس یم چي اکثر مي پر اوږو ده
زه به مړ یم ستا به هیڅ نه لوېږي زړه ته
جنازه د مست ساغر مي پر اوږو ده
ساغر