Aujourd’hui, la jeunesse du monde entier a décerné le #PrixLiberté 2026 à Matiullah Wesa ! 👏🕊️
🏆 Lors d’une cérémonie à Caen, le militant afghan a reçu le trophée pour son engagement en faveur de l’éducation pour toutes et tous. ➡️ https://t.co/GPkMK6kDhU
@matiullahwesa
افغان خبریال او لیکوال، سید شاه سقیم په هېواد کې د توازن پرته د دیني او علمي مرکزونو پر جوړېدو او د هغې پر راتلونکو ټولنیزو اغېزو ژور بحث کړی دی.
سقیم لیکلي چې تر اوسه هیچا دا شکایت نه دی کړی چې لمانځه ته ځای نلري یا د جوماتونو کمښت دی، خو بیا هم په پرله پسې او بې ساري ډول یواځې جوماتونه جوړېږي، په داسې حال کې چې ټولنه په نورو برخو کې خورا ډېرو امکاناتو ته اړتیا لري.
نوموړي یو مهم جیوپولیټیک او ټولنیز سوال مطرح کړی او وایي: "سوال دا نه دی چې تاسې یې په جوړولو خوشاله یاست کنه، سوال دا دی چې بیا دا ټول جوماتونه چپه کېږي او پر ځای یې ښوونځي یا سټېډیمونه جوړېږي، ستاسې غبرګون به څه وي؟"
د ده په باور، د تاریخ جبر او د تعادل نشتوالی کله نا کله ټولنې له یو افراط څخه بل تفریط ته بیایي.
سقیم د پښتو ادب د يو بيت په مټ خپل پیغام رانغاړلی، چې د کلتوري او مذهبي سختدریځۍ او یا د واک د بېځایه کارونې عواقبو ته اشاره کوي:
«اولمیره! خدای به دا وطن زما کړي
ډول به فرض وي او لمونځ به ناروا وي»
#ABN | #SaidShahSaqim | #AfghanSocialIssue | #EducationVsMadrasa | #AfghanYouth | #PashtoLanday | #KabulIntellectuals | #BalancedDevelopment | #AfghanCulture