د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان وایي، هېواد یې د خپلو ملي ګټو د خوندي کولو لپاره له امریکا او اروپايي هېوادونو سره خبرو ته چمتو دی، خو هغه غوښتنې به ونه مني چې د ایران حاکمیت او دفاعي وړتیاوې زیانمنوي. پزشکیان ویلي، ایران جګړه نه ده پیل کړې او له ډیپلوماسۍ یې د شخړو د حل او د ملي ګټو د خوندي کولو لپاره کار اخیستی دی. هغه ټینګار کړی چې د ایران حکومت له وسلهوالو ځواکونو او د هېواد له رهبرۍ سره په بشپړه توګه همغږی دی او د خبرو او جګړې په اړه د اختلافونو راپورونه یې رد کړي دي. هغه ټینګار کړی چې ایران به له خپلو دریځونو تېر نه شي او د ده په وینا، د جګړې دوام هغه څه دي چې اسراییل یې غواړي.
#سپوږمۍ_راډیو_Spogmai_FM
د چین د بهرنیو چارو وزارت د جاپان د اټومي سیاستونو د بدلون پر هڅو سختې نیوکې کړي او ویلي یې دي چې دغه هېواد له اور سره لوبې کوي.
چین د جاپان له لومړۍ وزیرې سانائه تاکایچي غوښتي چې د څه باندې ۱۰۰ میلیونو جاپانیانو پر راتلونکي له قمار وهلو ډډه وکړي.
#باختراژانس
د پاکستاني طالبانو د مشر د وروستۍ ویډیو ورسته د پاکستان د حکومت پر ضد سختې نیوکې او پراخ بحثونه راپورته سوی.
د پاکستان او دنړي مشهورو سیاسي او نړیوالو څیړونکو په ښکاره ډول داسي ویلې دی.
د تحریک طالبان پاکستان مشر مفتي نور ولي محسود په وروستیو خپرو شویو ویډیوګانو او انځورونو کې ښکاري چې د پاکستان د خیبر پښتونخوا په کرم او کرک ولسوالیو کې په ښکاره ډول ګرځي. دا ویډیوګانې د دې ادعا لپاره دلیل بلل کېږي چې د ټي ټي پي مشرتابه یوازې له هېواده بهر نه دی، بلکې په پاکستان کې هم فعالیت لري.
د پاکستان امنیتي ادارې له کلونو راهیسې ادعا کوي چې د ټي ټي پي مشران په افغانستان کې پناه لري او له هغه ځایه د پاکستان پر ضد فعالیتونه ترسره کوي. د همدې ادعا پر بنسټ د افغانستان پر ځینو سیمو څو ځله هوايي بریدونه شوي، چې په کې د عامو افغان وګړو، ښځو او ماشومانو د وژل کېدو راپورونه ورکړل شوي دي.
اوس پوښتنه دا ده:
که نور ولي محسود او د هغه مشرتابه په پاکستان کې موجود وو، نو بیا پر افغانستان دومره سخت بریدونه د څه لپاره ترسره شول؟ ولې بې ګناه ماشومان، ښځې او ملکي وګړي زیانمن شول؟ ایا دا یوازې د دې لپاره وو چې خپلې امنیتي نیمګړتیاوې پر بل هېواد واچول شي؟
که هغه رښتیا هم په افغانستان کې و، نو د دومره هوايي بریدونو، ډرون عملیاتو او استخباراتي عملیاتو باوجود ولې په نښه نه شو؟ هغه ادارې چې د دقیقو معلوماتو او هدفونو دعوه کوي، ولې ونه توانېدې چې د ټي ټي پي مشر ونیسي، خو اوس هغه په پاکستان کې ویډیو خپروي؟
دا خبره هم د پوښتنې وړ ده چې ګواکې هغه تازه له پولې اوښتی وي. د پاکستان او افغانستان پر پوله اغزن تار، امنیتي ځواکونه، کمرې او څارونکي سیستمونه موجود دي. نو که پوله دومره خوندي ده، یو مطلوب کس څنګه له خپلو ملګرو سره تېرېدای شي؟ او که پوله خوندي نه ده، بیا پر افغانستان د تورونو لګولو دلیل څه دی؟
د پاکستان له امنیتي ادارو څخه پوښتنه دا ده چې ایا د خپلو امنیتي ناکامیو پړه پر افغانستان اچول او د بې ګناه افغانانو وژل د ستونزې حل دی؟ ایا د داخلي امنیتي کمزوریو او استخباراتي ناکامیو پټولو لپاره پر ګاونډي هېواد تور لګول اسانه لار نه ده؟
که د ټي ټي پي مشرتابه په پاکستان کې وي، نو ولې عملیات په خپله خاوره کې نه ترسره کېږي؟ او که په پاکستان کې د امنیتي عملیاتو ستونزه شته، نو بیا پر افغانستان د ملکي وګړو د زیانمنېدو قانوني او اخلاقي دلیل څه دی؟
پوښتنه دا ده چې د پاکستان ځواکمن امنیتي او استخباراتي نظام هغه وخت چې د ټي ټي پي مشر په کرم او کرک کې ویډیو جوړوله، چېرته و؟ دا یوازې د افغانانو پوښتنه نه ده، بلکې د پاکستان د خلکو پوښتنه هم ده.
د امنیتي ستونزو حل پر ګاونډي هېواد بمبارۍ نه دي، بلکې د خپلو داخلي کمزوریو منل او اصلاح کول دي. افغانستان په نښه کول نه ټي ټي پي له منځه وړي او نه هم د پاکستان امنیت تضمینوي
#خراسان_غږ