د دولت تر تاسیس پنځه کاله وروسته؛ هغه څه چې رسول الله ﷺ وکړل، خو امارت ونه کړل
د هر قوم او ټولنې د ثبات، یووالي او پرمختګ تر ټولو مهم لامل ګډ هویت دی. هغه ټولنې چې خلک یې د یوې ګډې عقیدې، واحد دولت او راتلونکي رسالت پر محور راټول شوي وي، کولای شي چې له داخلي اختلافونو تېرې او د یوه منظم ځواک په توګه راڅرګندې شي. برعکس، هغه ټولنې چې اړیکې یې یوازې د حزبي، ژبني او قومي هویت پر اساس تعریفېږي، د دوامداره اختلاف، بېباورۍ او کمزورۍ له خطر سره مخ وي.
د رسول الله ﷺ د مدني دولت یوه ستره ځانګړنه دا وه، چې هغه صلی الله علیه وسلم د یوه نوي اسلامي هویت «امت» د جوړولو لپاره بنسټیز کار وکړ. هغه خلک چې تر دې وړاندې د قبیلې، نسل او وینې پر بنسټ سره تړل شوي وو، د اسلامي عقیدې، واحد دولت او ګډ رسالت پر محور یو امت وګرځول شول، داسې امت چې مهاجرو، انصارو او نورو مسلمانانو پکې ځانونه د یوه بدن غړي وبلل.
که سیرت ته په دقت وکتل شي، د امت هویت د جوړولو لپاره ګډه عقیده، واحد دولت او راتلونکی رسالت له خورا مهمو عناصرو څخه دي.
تر بعثت وړاندې د عربو ټولنیز جوړښت تر ډېره د قبیلوي اړیکو پر محور ولاړ و. د انسان عزت، ملاتړ او مقام د هغه د قبیلې له ځواک سره تړلی و. همدا د قریشو هویت و، خو رسول الله ﷺ اسلامي عقیده د هغه ځایناستې کړه. د اسلامي عقیدې پر اساس یوازې خلک مسلمانان نه شول او نه یې یوازې عقیدوي تړاو وموند، بلکې اسلامي عقیده له ځانه د یوې نوې پېژندګلوئ، واحد دولتي چتر او د دوست او دښمن د تعریف لپاره اصلي معیار وګرځېده. د هجرت په لومړي کال رسول ﷺ د مدینې میثاق رامنځته کړ او په هغه کې یې مسلمانانو ته د نورو په مقابل کې د واحد دولت تر چتر لاندې د واحد امت خطاب وکړ:
«وَإِنَّ الْمُؤْمِنِينَ وَالْمُسْلِمِينَ مِنْ قُرَيْشٍ وَيَثْرِبَ وَمَنْ تَبِعَهُمْ وَلَحِقَ بِهِمْ وَجَاهَدَ مَعَهُمْ أُمَّةٌ وَاحِدَةٌ مِنْ دُونِ النَّاسِ.»
ژباړه: له شک پرته د یثرب او قریشو له خلکو څخه مومنان او مسلمانان او هغه کسان چې له دوی سره دي، ورسره یو ځای دي او له دوی سره یې جهاد کړی دی، د نورو خلکو په مقابل کې یو واحد امت دی.
تر دغه میثاق وروسته نور نه څوک مهاجر و او نه انصار، نه اوس و او نه خزرج، نه د مکې و او نه د مدینې، بلکې هر مسلمان د رسول الله ﷺ امتي و. په دې ډول اسلامي عقیدې مسلمانانو ته د پېژندګلوئ او له نورو سره د توپیر نوی هویت ورکړ او هغه امت و.
په دویم پړاو کې د دغه امت د چارو د سرپرستۍ لپاره واحد رهبر او واحد دولت د بنسټ په توګه تعریف شول. د مدینې میثاق دا روښانه کړه، چې د مومنانو ترمنځ پرېکړه به یوازې الله تعالی او د هغه رسول ﷺ کوي، ترڅو له هر ډول تفکیک پرته پر ټولو یو ډول د الله تعالی احکام پلي شي. خلک شخصي او قبیلوي غوښتنې پرېږدي او ټول د الله تعالی حاکمیت ته غاړه کېږدي.
په درېیم پړاو کې رسول الله ﷺ د اسلامي عقیدې پر بنسټ د نوي راټوکېدلي امت لپاره راتلونکی رسالت تعریف کړ. لکه څنګه چې الله تعالی فرمایلي دي: ﴿هُوَ الَّذِي أَرْسَلَ رَسُولَهُ بِالْهُدَىٰ وَدِينِ الْحَقِّ لِيُظْهِرَهُ عَلَى الدِّينِ كُلِّهِ﴾ موخه یې دا ده چې په نورو ټولو دینونو د الله تعالی دین غالب شي. ټول اصحاب، هغه که مهاجر وو او که انصار، په دغه ماموریت پوهېدل او هر یوه هڅه کوله چې په دغه ماموریت کې یې ژوند او امکانات مصرف شي. رسول الله د امت د مفهوم پر اساس د الولاء او البراء په چوکاټ کې بهرنی دښمن تعریف کړ. دا دښمن د امت د هر فرد دښمن و، نه دا چې د مهاجرو لپاره دښمن وي او د انصارو لپاره دوست او یا هم برعکس.
په دې ډول رسول الله ﷺ د امت هویت د ټولو مسلمانانو لپاره د ګډې اسلامي عقیدې، واحد حاکمیت او واحد رسالت په تعریف سره رامنځته کړ. د هر مسلمان لپاره د دوستۍ او دښمنۍ یعنې الولاء او البراء معیار واضح شو. په کور د ننه د خلکو ترمنځ د چلند، د رعیت او حاکمیت ترمنځ د اړیکو او له نړۍ سره د دوستۍ او دښمنۍ کرښې ترسیم شوې او مسلمانان د خپل رسالت لپاره، چې نړۍ ته د اسلام لېږد و، په یوه واحد او تعریف شوي صف کې ودرېدل.
خو کله چې امارت یو ځل بیا قدرت ته ورسېد، د اسلامي عقیدې پر اساس د امت د هویت د بیا را ژوندي کولو هڅه ونه شوه. که څه هم نن ورځ تقریبا د ټول رعیت عقیده اسلامي ده او اړتیا نه لیدل کېږي چې د خلکو عقیدې اسلامي شي، خو د تعامل، اړیکو او دوستۍ او دښمنۍ معیار اسلامي عقیده نه ده. پر ځای یې دا اړیکې د ملي او قومي هویت پر اساس پالل کېږي. ان په ډاګه ویل کېږي، چې قومي ګټې پالي او په ملي ګټو سیاست کوي. له هېچا سره دښمني نه لري او د اقتصاد محوره سیاست له مخې له ټولو سره یو ډول اړیکې غواړي. دغو ټولو وښوده چې امارت د ټولو مسلمانانو دولت نه دی، کله څنګه چې د رسول الله ﷺ دولت د ټولو مسلمانانو لپاره و او نه هم امت د ګډ هویت اساس ګڼي، لکه څنګه چې رسول الله ﷺ اساس تعریف کړی و.
ان په کور دننه خو د امارتي او غیرامارتي ترمنځ د بېلتون څپرکی پرانیستل شوی دی. د جهادي مخینې لرلو او نه لرلو ټولنه له لویې بېهویتۍ سره مخ کړې ده. رعیت یې له دولت څخه جلا کړی او دولت پر رعیت مشکوک کړی دی.
همدارنګه امارت د اسلامي عقیدې پر بنسټ خپل راتلونکی رسالت تعریف نه کړ، هغه چې نورې نړۍ ته د اسلام لېږد دی، بلکې پر ځای یې د اقتصاد محوره پالیسۍ پر بنسټ ټولو ته د دوستۍ دروازې پرانیستې. پایله دا شوه چې رعیت او ان دولت بېمسیره پاتې شي. د لویو قدرتونو لکه؛ امریکا او چین د سیالۍ ښکار شي او په ملي او قومي لومو کې له ګاونډیانو سره ښکېل پاتې شي. ان یو شمېر هغه مجاهدین چې تر پرون پورې یې پر نړۍ د الله تعالی د کلیمې د حاکمیت لپاره جهاد کول یوازینی ارمان و، نن ورځ د اسلام د لېږد د رسالت په نشتون کې فکر کوي، چې واک ته تر رسېدو وروسته اصلي موخه ارامي، سهولت، دنده، لوړ معاش، کاروبار او پروژې دي.
پنځه کاله پوره شول، خو دا چې د اسلامي عقیدې پر بنسټ امت د ګډ هویت په توګه نه دی تعریف شوی او د امت پر اساس دوست او دښمن او راتلونکی رسالت نه دی واضح شوی، نو ورځ تر بلې د دولت او خلکو ترمنځ فاصله ډېرېږي او باور کمېږي. دولت او خلک په خپلو کې پر یوې بېمسیره سرګردانۍ اخته دي. هېڅوک نه پوهېږي چې څه وکړي او مکلفیت یې څه دی؟
اسلامي دولت یوازې د زور نوم نه دی؛ بلکې هغه وخت یې ریښې ټینګېږي، چې د ټول امت لپاره د ګډ هویت مرکز وګرځي او ټول مسلمانان د امت د هویت له مخې ځانونه پکې شریک، مسوول او د یوه لوی هدف برخه وګڼي.
#پنځه_کاله_فرصتونه_او_عبرتونه
#پنج_سال_فرصت_ها_و_عبرت_ها
رسول الله ﷺ په مدینه کې د دولت تر تاسیس وروسته د اسلامي عقیدې، واحد دولت او ګډ رسالت پر محور، د مسلمانانو لپاره د امت تر مفهوم لاندې یو نوی هویت رامنځته کړ او هغه خلک چې پخوانی هویت یې قوم او قبیله و، د ګډ اسلامي هویت تر چتر لاندې یو واحد امت وګرځېدل.
#پنځه_کاله_فرصتونه_او_عبرتونه
#پنج_سال_فرصت_ها_و_عبرت_ها