د پاکستان پرله پسې بریدونه
او د افغانانو نوبتي غندنۍ
له اوږدې مودې، د پاکستان لخوا په بېلابېلو پلمو، «ډیورنډ» ته څېرمه د هېواد په استوګنو سیمو، راکټي حملې او بریدونه کېږي چې دا دې خبره اوس تر تعلیمي موسساتو او په کنړ کې د سید جمال الدین افغان پوهنتون پورې را ورسیده.
دغه شان بریدونه اوږده تاریخچه لري او آن د جمهوریت په کلونو کې به په سیستماتیکه توګه، په ختیځو او سویلي ولایاتو راکټونه اوریدل.
ښه مې په یاد ده چې، د ۲۰۰۸ تر ۲۰۲۱ کلونو کې، په زرګونو راکټونو او د توپونو مرمیو دوام درلود او زمونږ د اونیو او ورځو یوه دنده به دا وه چې پر پاکستان لیکلی اعتراض وکړو او هم په نیویارک کې د افغانستان د دایمي نمایندګۍ له لارې، د حملو او ملکي تلفاتو نوملړ نړېوالو ته ورساوو، خو پدې برخه کې به کوم عملي اقدام یا فشار اصلآ شتون نه درلود.
له بل پلوه، په هغه وختونو کې افغان دولت څو ځله د امریکایې مسولینو سره اړیکه ونیوله او غوښتنه ترې وکړه چې د امنیتي تړون پر اساس، د دې بریدونو د مخنیوي په برخه کې مرسته وکړي، خو د هغوی ځواب به منفي و او د افغانستان- پاکستان په قضایاو کې یې له هر ډول دخالته ځان ساته.
اصلي خبره دا چې پاکستان د دغو بریدونو پر اساس، خپل «روایت» مخ ته وړي او د نړیوالو افکارو د مغشوش کولو لپاره تل د قضایاو واقعیت، برعکس ښیې.
په بل عبارت، د پرله پسې حملو او بریدونو دوام، د پاکستان د اوږد مهالې پالیسۍ څخه سرچینه اخلي او په منظم ډول خپلو موخو او اهدافو ته کار کوي.
د سید جمال الدین افغان پر پوهنتون او نورو سیمو د بریدونو محکومول، د ټولو یوه ملي دنده ده، خو پوښتنه دا ده چې مونږ به له هرې پېښې وروسته او ترکومه په نوبتي ډول، یوازې غندنې کوو.
او آیا افغانان به کله هم بالاخره یو د بل ګریوال خوشی او په واقعي معنا به د ملي وفاق او د افغانستان د غښتلتیا لپاره را ویښ شي؟
په هېواد کې پسرلی راغې او نوې تعلیمي کال شروع شو، خو د نجونو په تعلیم بندیز لا دوام لري.
سړې حېران شي چې د ځینو په ذهن، زړه او احساس څه شوي چې په میلیونو خویندې او د وطن بچیان یې د درس او تعلیم له حق نه محروم کړي.
امید ده چې یوه ورځ د مکتب قلفونه مات او واقعي پسرلی را وغوړېږي.