«د دعوت او عزیمت تاریخ» دویم ټوک هم چاپ شو
د ستر عالم او مفکر شیخ ابوالحسن علي ندوي رحمه الله، مشهور اثر «د دعوت او عزیمت تاریخ» دویم ټوک هم د جلال بنسټ له لوري چاپ او بازار ته وړاندې شو.
د جهادي اثارو د وېبسایټ پرانیسته او د یو شمیر چاپ شويو کتابونو مخکتنه وشوه
پنجشنبه، د ربیع الاول ۱۳مه، ۱۴۴۸ هـ ق
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د جهادي آثارو د ساتنې عمومي ریاست اړوند د جهادي نشراتو او کتابتون ریاست د وېبسایټ پرانیسته او د یاد ریاست له لورې د پنځه عنوانه چاپ شویو
1/12
مولانا فضل الرحمن ویلي، اوس مهال په خیبر پښتونخوا او بلوچستان کې جګړې روانې دي او په کشمیر کې هم خلک له شاوخوا درېیو میاشتو راهیسې د خپلو غوښتنو لپاره احتجاج کوي؛ خو د نوموړي په وینا، د پاکستان پوځ او حکومت له معترضو خلکو سره د خبرو اترو لپاره چمتووالی نه ښيي.
نوموړي د بنګال د جلا کېدو تاریخ ته په اشارې ویلي، هغه مهال هم د اختلافاتو د حل لپاره د خبرو پر ځای د زور کارولو خبرې کېدې، خو د دې تګلارې پایله د پاکستان له تجزیې او د بنګلهدېش له رامنځته کېدو سره پای ته ورسېده.
د جمعیت علمای اسلام مشر ټینګار کړی چې د تېر تاریخ له تجربې باید زده کړه وشي او د اوسنیو ستونزو د حل لپاره د زور پر ځای له سیاست او خبرو اترو څخه کار واخیستل شي.
د هغه په وینا، که په خیبر پښتونخوا، بلوچستان او کشمیر کې روانې ستونزې په سولهییزه توګه حل نه شي، نو د هېواد د لا زیاتې بېثباتۍ او تجزیې خطر به زیات شي.
فضل الرحمن دا څرګندونې داسې مهال کوي چې په پاکستان کې امنيتي او سياسي وضعيت تر بل هر وخت ډېر کړکېچن دی.