Public Relations Officer Presidential house | Feminist & Social Activist | PTM Member|Advocate for peace, justice, women’s rights& an inclusive Afghanistan 🇦🇫
کوز پښتونخوا او لر پښتانه زموږ د هېرولو کیسه نه ده، زموږ د جلا کېدو یوه اوږده، ترخه او له دردونو ډکه کیسه ده.
له پېړیو راهیسې مو هغه پښتانه له ځانه بېل ګڼلي، پردي مو بللي او د هغوی له دردونو مو ځانونه لرې ساتلي، حال دا چې هغوی موږ هېڅکله پردي نه یو ګڼلي. هغوی تل ځان زموږ د وجود برخه، زموږ خپل او دا خاوره خپله ګڼلې ده.
له عبدالرحمن خان څخه تر ظاهر شاه، او له ظاهر شاه څخه تر نن ورځې، د دې بېلتون کیسه په بېلابېلو بڼو روانه پاتې شوې ده. د ظاهر شاه وخت کې د باچاخان غوښتنه هم د همدې درد له زړه راوتلې وه؛ هغه غوښتل چې د لر او بر پښتنو ترمنځ د بېلتون دیوالونه راپرېوځي، خو د یووالي هغه غږ له سیاسي انکارونو او بې تفاوتۍ سره مخ شو.
کلونه وروسته، ګیلامن وزیر هم هماغه درد په زړه کې درلود. هغه د افغانستان د پاسپورټ غوښتنه وکړه، ملي بیرغ یې پر اوږه اچاوه او د کابل په نوم یې سندرې او ټپې ویلې. د هغه د زړه له کومې دا کرښې لا هم د لر او بر د بېلتون درد بیانوي:
کابل ته مه وایه چې وران شي
دی چې ورانیږي، زما زړه ورسره چوینه
خو نن، د هغه له شهادت وروسته، لا هم داسې غږونه اورېدل کېږي چې د لر پښتنو د وینې او احساس په مقابل کې د خاورې د یوې لویشتې خبرې کوي. چې زه د بدخشان یوه لویشت خاوره په ټول وزیرستان نه ورکوم،زه دلته د بدخشان، پنجشېر او یا د افغانستان د بلې سیمې د ارزښت د کمولو خبره نه کوم؛ زما خبره دا ده چې وزیرستان هم زموږ لپاره ارزښت لري، ځکه هلته هم زموږ خلک دي، زموږ تاریخ دی، زموږ ژبه ده او زموږ د وجود یوه برخه ده.
که بدخشان زموږ دی، وزیرستان هم زموږ دی.
که پنجشېر زموږ د زړه یوه برخه ده، وزیرستان هم زموږ د زړه بله برخه ده. هو دا ډېر مهم دی چې موږ سره کوم ولس ډېر ولاړ دی با احساسه دی او په ملي ارزښتونو دریږي.
د وطن ارزښت په جغرافیه نه، بلکې د خلکو په تړاو، تاریخ او احساس کې هم سنجول کېږي.
دردونکې دا ده چې له یوې خوا زموږ د لر ولس موږ خپل ګڼي، زموږ بیرغ په مینه پورته کوي، د افغانستان د درد په وخت کې ورسره درېږي؛ خو له بلې خوا زموږ له منځه ځینې غږونه لا هم هغوی پردي ګڼي. دا هغه زخم دی چې باید نور یې ژور نه کړو.
زه د کوز پښتونخوا له غیرتي پښتنو نه په هېڅ حالت کې نه تېرېږم. له هغوی سره شوی تاریخي ظلم غندم، د هغوی درد خپل درد ګڼم او د هغوی حق ته درناوی لرم. ماته کوز پښتونخوا مهمه وه، ده او وي به ځکه زما لپاره لر او بر یوازې یوه سیاسي اصطلاح نه ده دا د وینې، ژبې، کلتور، تاریخ او ګډ احساس تړاو دی.
زما وطن یوازې هغه ځای نه دی چې نن یې پوله راچاپېره ده؛ زما د وطن تصور له هغو خلکو سره هم تړلی دی چې د تاریخ په اوږدو کې له موږ بېل کړل شوي، خو زړونه یې لا هم له موږ سره تړلي دي.
زه له خپل خوبه(لوی افغانستان) نه تېرېږم.
له خپلې نارې نه تېرېږم.
له هغه احساسه نه تېرېږم چې لر او بر یو افغان یې بولي.
ماته تر هر څه مخکې لوی افغانستان دی؛ داسې افغانستان چې پکې هېڅ پښتون د بل پښتون لپاره پردی نه وي.
لر او بر یو افغان. 🇦🇫