کامله عزيزي څه عجب لوړ شعر ليکي:
وه عدمه! خدای ته په سجده شه، چې موجود نه یې
بار په ستړي روح لکه د مات انسان وجود نه یې
یوه وفا دې وکړه، چې بېلتون خو دې را ونه لید
تللی دې له تګ سره لالیه باوجود نه یې
خپل شاهي تخت ما هم د هغه سترګو ته هېر کړ، های!
عشقه! چا ویل چې ته له ذاته د هُدهُد نه یې؟
فال مې په لاسونو کې نه، وګورئ په دې بېدیا
وه وطنه! یم به زه، تر څو چې ته نابود نه یې
زړه به د چنګېز د جام له زهرو په زمزم مینځې
اور غوندې تاوېږه، څو د چا سترګو ته دود نه یې
څو واره د عشق تَلَه کې وختې له ما پورته
ډار چې مې ترې کېږي لا تر اوسه ها کمبود نه یې
زما د لوپټې او د کفن په فرق پوهېږي نه
وایه ورته وایه دا ژوندۍ ده، ته په خود نه یې
يادونه:
عکس هم د هغې له پاڼې